وال سټریټ ژورنال : دشلګر اربکیانو ته في نفر ۱۲۰ ډالره تنخوا ورکول کیږي
د امریکا یوې مشهورې ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال په یوه وروستي راپور کې د غزني داندړو په اربکیانو باندې خبرې کړې ، ورځپاڼې داربکیانو دیوه مشر لطف الله کامران له خولې لیکلي چې دوی ته امریکایان دمیاشتې یوازې ۱۲۰ ډالره معاش ورکوي ، لطف الله کامران چې ځان یې د اندړو دملي پاڅون مشر بللی ، دا خبره منلې چې امریکایي ځواکونه ددوی ترشا ولاړ دي ، او مرسته ورسره کوي .
د وال سټریټ ژورنال خبریال وایي چې دیوکال په تیریدو د شلګر اربکیانو ددې په ځای چې پرمختګ وکړي شکست یې خوړلی ، ځکه په سیمه کې حالت هیڅ کوم ښکاره تغیر نه دی کړی ، بلکې طالبان لا هم برلاس او ځواکمن دی ، راپور لیکلي چې د شلګر دپاڅون پخواني ګډونوال ټول له منځه تللي ، نو ځکه یي مشري ۲۴ کلن لطف الله ته پاته ده ، راپور د پاڅون ددوو مشرانویادونه هم کړې ، چې یو یې رحمت الله دی ، وال سټریټ وایي رحمت الله د ۱۲۰ ډالره میاشتني معاش په مقابل کې خورا درنه بیه پرې کړې ، پلار ، تره ، ورور او عمه یې داربکیانو په ټېل کې له دنیا تللي ، او په خپله رحمت الله چې ټپی دی ، په کابل کې پروت دی ، وال سټریټ وایي دپاڅون یو بل مشر فیضان هم دطالبانو تربرید لاندې راغلی او ټپی دی ، وال سټریټ وایي زیاتره پخواني اربکیان اوس وژل شوي او یا له شلګر نه په تیښته بریالي شوي .
د جنرال علي شاه په نامه دداخله وزارت یوه مؤظف وال سټریټ ته ویلي ، چې دشلګر پاڅون اوس په محلي پولیسو اوښتی او دداخله وزارت لخوا کنترولیږي ، دوال سټریټ په وینا وروسته له دې چې دشلګر پاڅون طالبانو ځپلی دی ، امریکایي جنرالانو دکندهار پنجوایي ته سترګې نیولي چې که ددې سیمې اربکیان کومه توره وکړي ، خو دشلګر داربکیانو تجربه ښیي چې دا وړۍ هم دشړۍ کیدو بخت نلري .
دوال سټریت بشپړ راپور په لاندې لینک وګورئ
http://online.wsj.com/article/SB10001424127887323639604578370411388498932.html