ولسمشر اشرف غني هلمند ته تللی

 

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۷مه ۱۳۹۵ل): په داسې حال کې چې تېره ورځ یو امریکايي خبریال د طالبانو په برید کې په هلمند کې و وژل شو، ولسمشر محمد اشرف غني دغه ولایت ته د امنیتي وضعیت د ارزیابۍ په موخه تللی دی.

د هلمند د والي ویاند محمد عمر ځواک وايي چې ولسمشر غني نن سهار د یو شمېر حکومتي چارواکو او د ولسي جرګې له وکیلانو سره یوځای د هلمند په واشیر ولسوالۍ کې پرتې د ۲۱۵ قول اردو مرکز ته تللی دی.

هغه زیاته کړې چې اشرف غني د هلمند له والي، ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان او نورو چارواکو سره د قول اردو په مرکز کې کتلي او له قومي مشرانو سره به هم وګوري.

هلمند ته د اشرف غني د سفر خبر په داسې حال کې ورکول کیږی چې څو ورځې وړاندې د طالبانو په جلا جلا بريدونو کې لږ تر لږه ۶۰ دولتي عسکر او پولیس و وژل شول.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د