
روژه قرانکريم سره د ملګرتيا زرين چانس
احمدالله احمدزی
زموږ په ټولنه کې فکرونه دومره بدل شوي، چې د خير او بريا لاملونه راته بيخي بدل ښکاري. حضرت عمر رضي الله عنه فرمايي: موږ داسې يو قوم يو، چې الله تعالی په اسلام عزت راکړی او هر وخت، چې موږ له دې پرته په بل څه کې د عزت په لټه شو، نو موږ به ذليل يو. اما مالک رحمه الله هم فرمايي، چې د دې امت وروستي خلک تر هغو نه شي کاميابېدای، تر څو چې په هغو شيانو عمل ونه کړي، په کومو، چې د دې امت لومړني خلک کامياب شوي دي.
زموږ او د ټول اسلامي امت د بريا راز د قرانکريم په ملګرتيا او دوستۍ کې دی. زموږ ټولنه کې، چې مادي فکر ورځ تر بلې خپريږي، د قرانکريم ملګرتيا راته بې ځايه بريښي او په دې ستونزو يوازې هغه څوک پوهيږي، چې ضمير او ايمان يې يو څه ژوندی وي.
الله تعالی قرانکريم د دې لپاره رالېږلی، چې مسلمانان پرې ايمان راوړي، تلاوت يې وکړي، په معنا يې ځانونه پوه کړي، خلکو ته يې ورسوي او د نظام په توګه يې په خپله ټولنه او هېواد کې عملي کړي.
زموږ په ټولنه کې يو شمېر داسې خلک هم پيدا شوي، چې د ناپوهۍ له امله د دښمن له خولې داسې خبرې کوي، چې د انسان ايمان پرې خرابيږي.
دوی وايي، چې څوک د قرانکريم په معنا نه پوهيږي، نو هغه ته يې تلاوت کول څه ګټه نه لري. امام ترمذي رحمه الله په خپل کتاب سنن ترمذي کې له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه روايت نقل کړی: عن عبدالله بن مسعود رضي الله عنه أن رسول الله – صلى الله عليه وسلم – قال: «من قرأ حرفًا من كتاب الله فله به حسنة، والحسنة بعشر أمثالها، لا أقول: ألم حرف بل ألف حرف ولام حرف وميم حرف.»
چا، چې د قرانکريم يو حرف ولوست، نو الله تعالی به ورته د دې حرف په مقابل کې يوه نيکي ورکوي او يوه نيکي به په لس چنده وي. زه دا نه وايم، چې الم يو حرف دی، بلکې الف يو حرف دی، لام بل حرف دی او ميم بل حرف.
علما کرام فرمايي، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم دلته په داسې کلمو د اجر او ثواب ورکولو وعده کړې، چې په معنا يې څوک نه پوهيږي، نو له دې معلوميږي، چې يوازې په تلاوت کولو هم الله تعالی خپل مسلمان بنده ته اجر او ثواب ورکوي.
د قرانکريم مينه وال او عاشقان هغه خلک دي، چې تلاوت يې کوي، په معنا يې ځانونه پوهوي، د ژوند لارې چارې د قرانکريم په لارښوونه پر مخ بيايي او په خپل ژوند کې د قرانکريم له امرونو سرغړونه نه کوي او ټوله هڅه يې دا وي، چې په ژوند کې به زه د قرانکريم امرونه منم، د دې لپاره، چې په اخرت کې راته همدا قرانکريم شفيع وګرځي.
له قرانکريم سره د ملګرتيا پرې کول
زموږ په ټولنه کې ډېری خلک له قرانکريم سره ملګرتيا نه کوي، تلاوت يې د ژوند برخه نه وي، يوازې په جنازو او فاتحو کې قرانکريم اوري او د همدې خلکو له زړونو خوښۍ او بريا داسې کډه کړي وي، نو دوی يې هم په درملنه نه پوهيږي. د خوښۍ ترلاسه کولو لپاره ډاکټرانو ته ځي راځي او دا فکر نه کوي، چې د روحي خوښۍ لپاره يوازينی درمل قرانکريم سره ملګرتيا ده.
راځئ سر له ننه پرېکړه وکړو، چې د قرانکريم تلاوت به کوو، مينه به ورسره پالو، په معنا به يې ځانونه پوهوو، د ژوند ټولې لارښوونې به له قرانکريم څخه اخلو. خلکو سره راشه درشه، راکړه ورکړه او هر ډول تعامل به د قرانکريم په لارښوونه کوو، خلکو ته به يې رسوو، په خپل ځان او ټولنه کې به يې عملي کوو.
که موږ په خپل ځان، کورنۍ او ټولنه کې قرانکريم عملي کړو، نو دې سره به په ټولنه کې د خير او نيکي خويونه هم ډېر شي، د بديو او بد اخلاقيو لمن به له ټولنې ورټوله شي، چې بالاخره حکومت او نظام ته به ډېر لږ څه پاتې وي، چې عملي يې کړي.
علماء کرام فرمايي، چې يو انسان بايد اسلامي نظام لومړی په خپل ځان کې عملي کړي، بيا دې خلکو ته د اسلامي نظام د نفاذ خبره وکړي.
قرانکريم سره د ملګرتيا ښه چانس همدا د روژې مبارکه مياشت ده، په دې مياشت کې بايد د خپل ځان او ټولنې د اصلاح هڅې ګړندۍ کړو او له روژې وروسته هم دغه ژوند همدغه ډول عملي کړو.