روژې ځيني سنتونه او آداب

عبدالمالک همت

حضرت رسول الله صلى الله عليه وسلم په روژه کي پر دغو کارونو زيات ټينګار کاوه؟

لومړی: د قرآن کريم تلاوت يې ډېر ستر او عظيم عمل باله . رسول الله صلى الله عليه وسلم ته به جبرائيل عليه السلام د روژې په مياشت کي ورتى او قرآن کريم به يې ورته وړاندي کاوه، لکه چي لوى څښتن فرمايي:

﴿ شَہۡرُ رَمَضَانَ الَّذِیۡۤ اُنۡزِلَ فِیۡہِ الۡقُرۡاٰنُ ﴾[ البقرة:185 ]

ژباړه: رمضان هغه مياشت ده چي په هغې کي قرآن نازل سوى دى. (په هغې کي الله تعالى د  قرآن په نازلېدو د قدر په شپه کي پيل وکړ).

دوهم: رسول  الله صلى الله عليه وسلم به په روژه کي خيراتونه ډېر کول.  رسول الله صلى الله عليه وسلم  په هر مهال کي ډېر سخي سړى وو، په تېره په روژه کي يې له زيات سخاوته کار اخيست.

درېيم: بل به رسول الله صلى الله عليه وسلم د روژې په وروستۍ لسيزه کي اعتکاف ته لوېدى.

څلورم: همداراز هم رسول الله صلى الله عليه وسلم په روژه کي تراويح کولې او هم تر ده وروسته د ده اصحابو کرامو رضي الله عنهم تراويح کولې.

دا هغه ډېري مهمي چاري دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم به په روژه کي په ټينګار سره ترسره کولې .

پر دې سربېره به يې په روژه کي صبر کولو ته هم لوى ارزښت ورکاوه. نبي صلى الله عليه وسلم او اصحابو کرامو رضي الله عنهم به روژه د صبر او زغم مياشت ګڼل. دوى به د لوى څښتن جل جلاله لور ته د بلني او دعوت په کار کي او د جهاد پر کړاوونو  او  د لوى څښتن د طاعت او له معصيت څخه په ځان ساتلو کي له ډېر زيات صبر او زغم څخه کار اخيست، خو  د روژې په مياشت کي به يې صبر ډېر زيات وو او له دې امله يې دې مياشتي ته د صبر مياشت ويل.

او دا هم د روژې ځيني نور سنن دي:

لومړی: يو بل ته د روژې د راتلو مبارکي ورکول.

دوهم: کله چي لمر ډوب سي، د روژې په ماتولو کي تلوار(بېړه کول).

درېيم: روژاتيانو ته روژه مات ورکول.

څلورم : په خرما روژه ماتول، که خرما نه وي په اوبو يې ماتول.

پنځم: پېشلمی کول. او د شپې په وروستيو کي پېشلمی کول.

شپږم: په روژه کي ، په تېره د هغې په وروستۍ لسيزه کي، په ځانګړې توګه د ليلة القدر د لټولو په ترڅ کي ډېري دعاوي کول.

اووم: د عبادتونو د ټولو ډولو په تر سره کولو کي زيات کوښښ کول.

اتم: د نورو سره د عبادت په کار کي مرسته کول.

نهم: که څوک روژاتي ته څه ووايي(ښکنځل ورته وکړي) د هغه له خوا دا ورته ويل چي زما روژه ده.

لسم: په روژه کي عمره اداکول. د رسول الله صلی الله عليه وسلم صحيح حديث دی چي:”په روژه کي عمره د یوه حج سره برابره ده “.

الهي پر دغو چارو او د روژې د نوروټولو آدابو او حقوقو په ښه تر سره کېدو کي خپله ځانګړې مرسته راسره وکړې آمين.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د