افغانستان

مجاهد شاعر سیدولي سنګري په شهادت ورسېد

دلوګر ولایت له برکي برک ولسوالۍ څخه رارسیدلی خبر وایي چې نن سهار ددې ولسوالۍ په سجاوند سیمه کې دامریکایي یرغلګرو او مجاهدینو ترمنځ په یوه سخته جګړه کې دڅو تنو نورو مجاهدینو په شمول دجهادي ادب او ترانه خوانۍ یووتلی ستوری ملاسیدولي سنګري هم په شهادت رسیدلی .

دخبر له مخې دسې شنبې په شپه امریکایانو په سجاوند سیمه له ځمکې او هوا څخه پراخ برید کړی ، چې دمجاهدینو له سخت مقاومت سره مخ شوي دي ، چې په دې جګړه کې امریکایي الوتکو بمبار هم کړی او ملکي خلکو ته هم زیان رسیدلی ، دغه راز څو تنه مجاهدین هم په شهادت رسیدلي .

نن ټکی اسیا ته رسیدلي معلومات وایي چې دشهیدانو په جمله کې دهمدې سیمې اوسیدونکی ملا سیدولي سنګري هم دی .

۲۷ کلن ملاسیدولي سنګري دجهادي ادب تکړه او شاعر او ترانه ویونکی وو چې ورسره یي جهادي دنده هم سرته رسوله ، نوموړي  ګڼ شمیر شعرونه لیکلي او په مترنم انداز ویلي دي ، تردې وړاندې نوموړي په یوه مدرسه کې ددیني علومو دتدریس دنده هم سرته رسوله .

دیادونې وړ ده چې دری کاله وړاندې هم دبرکي برک دسجاوند سیمې یو تکړه شاعر او مجاهد مولوي سمیع الله ایوبي له امریکایي یرغلګرو سره په جګړه کې په شهادت رسیدلی وو .

 دنن ټکی اسیا اداره دشهید سنګري په شهادت دنوموړی کورنۍ او ملګرو ته تسلیت وړاندې کوي ، او داسې مهال چې دپښتو ادب زیاتره پخوانیو مدعیانو خپل رسالت هیر کړی او په ډالري اتڼ کې غورځي ، او خپل اصیل کلتور او ادب یې ترپښو لاندې کړی دیوه مؤمن او مجاهد شاعر په توګه د شهید سنګري شهادت  دجهادي ادب دعلمبردارانو لپاره ستر ویاړ بولي

الله تعالی دې دده شهادت قبول کړی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x