افغان فساد په دوبی کې

لیکوال: زقوم خېل

په عربي متحده اماراتو کې دوبی مال ډېر مشهور دی، زه په همدې مال کې د عطرو د یو شرکت سره د پیرودونکي په صفت دنده اجرا کوم، یوه ورځ یو دنګ په دریشي پوښلی ځوان مې مخ ته ودرېد، توره دریشي، برګه نېکتایي تر غاړه، غوړ وېښتان او په لاس کې نیولی سمارټ فون یې د پام وړ وو.

په عربي ژبه یې خبرې پیل کړې او د میز پر سر ایښو د عطرونو نمونو ته په اشاره یې ویل چې دا په څو دي، ما وېل دا په 60 اماراتي درهمه دي (تقریبا 1080 افغانی کیژي).

تخرګ ته یې وشیندل، بیا یې سپږمو ته ونیول، او زیاته یې کړه چې زه له همدې عطرو څخه ډیر اخلم خو یو شرط لرم.

ما ویل شرط دې څه دی، وېل ماته به بیل داسې جوړوې چې د هر بوتل عطرو قیمت 300 درهمه وي (تقریبا 5400 افغانی کیژي) ، ما وېل ګرانه زه دلته پیرودونکی یم، که بېل غواړې نو اصلي قیمت درته پکې لیکلی شم ځکه د همدې بېل ژېړه او نارنجي کاپي زما سره پاته کیژي او زه و خپل شرکت ته حسابده یم، ټنډه یې تروه خو په وچه خوله یې ترخه موسکا وکړه، او خپل سمارټ فون ته یې ګوتې ورکړې او غوږ ته یې کړ.

هلو،، سلام، خوب استین،،، خیرتیست،،، قربان شما،،،، بلې،، بلې،، انجام دادم،،، چشم،،، خوش میګزرد،،، دبی هست دیګه هم ثواب هم خرما،، نی ولا ،،، لپ و جپ از کجا شد رییس صیب مره خو میشناسین،، بلې مهربان هستین ،، خودتان ادم باخدا هستین،، بلې صیب، بخاطر همین زنګ زدم،،، دیګه کارایم خلاص شد،،،
بلې عطرهای خوب را با تخفیف خوب پیدا کردم، البته مدت تخفیف اش امرزو به پایان میرسه،،، عطر بسیار خوب هستیش،، سیپورتیست،، بلی ،، اصل قیمت اش 380 درهم است ولی بعد از تخفیف 300 درهم میفروشه،،،، بلی بریش ګفتم که برای تیم کرکت افغانستان میخرم،،، (مخ یې تور کړې د دروغژن چې تر اخره یې ماته ونه وېل چې څوک او دا عطر چاته اخلي) میګه همین عطر را سپورت مینا میخرند،،،بلی،، اګر موافق هستین که بخرم،،، باشه چشم،، همین حالا میخرم،،،

د سړي له خبرو راته مالومه شوه چې مردکه خو افغان دی او د افغانستان د کرکټ ټیم اړوند ادارې کارکوونکی دی او ددې ټیم د لوبغاړو لپاره عطرونه پیري،،،،

سړي چې تیلفوني خبرې خلاصې کړې،، نو یې ژبه په شنډو راتیره او په مغرورانه انداز یې په انګریزي ژبه راته کړل چې بیل دې ولیکه ،، هماغه وو چې څو درځن د عطرو بوتلونه یې دانه په 60 درهم رانه وپیرل، جمله قیمت یی تادیه کړ،،، بېل مې له کڅوړې سره مل په لاس کې ورکړ، سړی له بای بای او سی- یو- اګین ویلو سره په لویو ګامو د مال منځ کې ناپدید شو.

آه زما وطنه ستا دا ښایسته وګړي چا په فساد روږدي کړل !

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

د فساد جرړې ایستل یوازې او یوازې د اشغال په اختتام او د لاسپوڅو په محاکمې سره شوني دي.

د مدني فعالانو فساد ضد فعالیتونه تر هغو رنګ نه شي راوړي تر څو د ازادیخواهی له مقاومت سره همغږي نشي.