افغانستان

اشرف غني په هلمند کې د امریکا د ملي راډیو خبریال وژنه وغندله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۷مه ۱۳۹۵ل): ولسمشر اشرف غني چې نن ورځ یې هلمند ته سفر وکړ، په خپلو تازه څرګندونو کې د هلمند او مرجې پر لاره د امریکا د ملي راډیو خبریال وژنه په «کلکو» ټکو غندلې او دا یې د طالبانو له لوري د حقایقو پټولو یوه هڅه وبلله.

د امریکا د ملي راډیو (NPR) امریکايي تبعه خبریال «ډیوډ ګیلکي» او ورسره یې افغان ژباړن او همکار «ذبیح الله تمنا» تېره ورځ د طالبانو په کمین کې ووژل شول.
نوموړي د خپلو همکارانو سره یو ځای د ملي اردو په یوه کاروان کې د مرجې او لښکرګاه تر منځ په سفر بوخت وه چې د طالبانو د کمین سره مخ شول.
د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند شکیل احمد تسل رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د طالبانو په کمین کې ددوی یو «همفي» زغروال موټر د طالبانو په هشتاد دو (82mm) په مرمۍ ولګېدی چې له امله یې د موټر چلوونکي سرتیري تر څنګ دواړه خبریالان ووژل شوه، دوه نور امریکايي ملګري يې له پيښي ژوندي پاته شول.

ډیوډ ګیلکي غوښتل چې د هلمند د وروستیو جګړو په اړه د امریکايي اژانس لپاره راپورونه چمتو کړي.

د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر اشرف غني د نوموړي وژنه په کلکو ټکو وغندله او طالبان یې په دې تورن کړه چې د خبریالانو په شمول د ملکي او غیر ملکي خلکو تر منځ تفریق نه کوي.

نوموړي وویل چې دواړه خبریالان په خپله مقدسه دنده بوخت وه، د طالبانو د «جنایت» قرباني شول چې تاریخ به یې هیر نه کړي او ددغه خبریالانو نوم به په تاریخ کې په ځلانده ټکو ولیکل شي.

هغه د ورته خلکو په نښه کول د اسلامي، انساني او افغاني ارزښتونو خلاف کار وباله او زیاته یې کړه چې دغه کار د بین المللي قوانینو هم خلاف دی.ashraf h

په دې وروستیو کې د نا امنیو له امله د هلمند د امنیتي ځواکونو تر سل زیات عسکر وژل شوي وه، د خبرپاڼي په وینا ولسمشر اشرف غني نن په هلمند کې د هغوی د قریبانو سره غمرازي وښودله، د ټپي عسکرو عیادت یې وکړ او د امنیتي ځواکونو د قومندانانو سره یې ولیدله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x