نظــر

د عصري علومو زده کړه یو لوی ضرورت ده / سیف

ليکوال : سیف

د عصري علومو زده کړه د دیني علومو سره په ټکر کې نده که یې څوک په ټکر کې بولي دا د هغه شخص په علمي کمزورتیا دلالت کوي ځکه د هوشیار انسان لپاره د الله جل جلاله دغه یو آیت کفایت کوي چې فرمایې (( وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ … )) پدې اساس د قوت آماده کول دا تر ډیره حده په عصري علومو پورې تړلې مسئله ده .

د عصري علومو اکثره بنیاد ګذاران اسلامي علما او پوهان دي داچې اوس مونږ په عصري علومو مکمل سمبال نه یو دا زمونږ کمزورتیا ده او دا زمونږ د سستۍ او کهالۍ ثمره او نتیجه ده او دا مشکل زمونږ د ځان او د فکر مشکل ده دا مشکل نه په اسلام کې شته او نه په پخوانیو مسلمانانو کې موجود وو .

دا چې په عباسي او عثماني دورکې مو د موجوده عصري علومو په برخه کې څومره پوهان او علما درلودل د بیلګې په توګه دلته د یو څو عصري علومو د پوهانو نومونه ذکر کوو .

په عصري علوموکې مشهور علمي کدر او عالي شخصیت ( ابو علی سینا ) چې تنها په طبي برخه کې نهه نوي ( ۹۹ ) تألیفات لري او په اروپائي پوهنتونونوکې اوس هم دغه کتابونه تدریس کیږي دا نه کوم مشرک وو او نه هم کوم یهودی یا نصرانی بلکه دا یو کامل مسلمان وو .

په عصري علومو کې د بیالوژي او کیمیا په برخه کې له مشهورو اولنیو پوهانو څخه د قدر وړ څیره محترم ( محمد بن ذکریا رازی ) ده چې د الکو لو کاشف او د ګوګړو د جوهر ( سلفوریک اسید ) کاشف هم ده او د اسلامي نړۍ په سطحه د طبابت په برخه کې تر ده لوړ شخصیت په وسطي قرنونو کې نه تر سترګو کیده . دا هم نه کوم بودایي وو او نه هم کوم یهودی یا نصراني دا هم یو عالی صفته مسلمان وو .

د عصري علومو مشهور عالم ریاضیدان ، ستوری پیژندونکی ،فیلسوف ،جغرافیه دان ( محمد بن موسی خوارزمي ) چې د ریاضي په برخه کې د معادلاتو د حل لپاره د ده له فارمول څخه
تر اوسه استفاده کیږي داهم یو حقیقي مسلمان او د عصري علم په جامه ملبس شخصیت وو .

مسلمانان چې کوم وخت په اسلام او عصري علومو سمبال وو په ټوله نړۍ ئي راج چلیده او دا داسې یوه دوره وه چې کفري نړۍ د جهل په خوب ویده ( بیده ) وه د طبابت په برخه کې د اول مقام څښتنان مسلمانان وو ، د ستورو پیژندني او ریاضي په برخه کې د اول مقام څښتنان مسلمانان وو ، د تخنیک په برخه کې اولین تخنیک کاران مسلمانان وو .

کله چې د هارون رشید د وخت اسلامي تخنیکرانو ساعت جوړ کړ نو هارون رشید دغه ساعت کفاروته د مسلمانانو د علم او قوت ښکاره کولو په منظور د فرانسې پاد شاه ( شارلمان ) ته واستاوه کله چې ( شارلمان ) د اول وار لپاره داسې یو څه ولیدل چې په خپله څرخي او حرکت کوي نو ئې وویل چې دا پیریان څرخوي او د دې په منځ کې پیریان دي . دا د اسلام او مسلمانانو د پرمختګ عصر او کفارو د جهل او ناپوهۍ زمانه وه خو کله چې مسلمانانو خپل مبارک دین او عصري علومو ته شاکړه نو د کفري نړۍ ټول راج اوس په دوی باندې چلیږي او د بعضو په اصطلاح د عصري نړۍ زیر دستان اوس ټول مسلمانان دي .

دا چې د اوسني عصر مسلمانان د یو لوی مشکل سره مخ دي نو ضروري ده چې د دغه مشکل د حل لپاره داسې لارې چاري ولټول شي چې لګښت یې کم او ګټه یې زیاته او مثمره واقع شي نو لازمي ده چې : هره مدرسه مو یوه نظامي مدرسه وي ، هره مدرسه مو باید په ساینسي مضامینو او ساینسي لابراتوارونو سمبال وي ، هر مدرسه مو باید ریاضيدان ولري ، په هره مدرسه کې مو باید بیولوژي او جیولوجي تدریس شي ، په هره مدرسه کې مو باید هندسه ،مثلثات، جغرافیه، کیمااو فزیک تدریس شي، او هر مکتب او پوهنتون مو باید مدرسه او جومات جوړ شي .

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x