افغانستان

کرزی وايي طالبان امریکایانو ته زمینه برابروي

hamid karzai and us special forces

حامد کرزي ویلي دي چې طالبان ځکه په بهرنیو پوځیانو بریدونه کوي چې د امریکایانو پاتې کیدو ته زمینه برابره کړي.

د افغان اسلامي اژانس د راپور له مخې د سه شنبې په ورځ کرزي د هلمند په لښکرګاه کې یوې غونډې ته وویل چې طالبان او امریکا یو د بل ملګري دي. د کرزي دلیل دا وه چې طالبان د امریکایانو او نړیوالې ټولنې سره خبرې اترې کوي او په نړیوالو کنفرانسو کې اشتراک کوي.

 

د کرزي په استدلال که طالبان په بهرنیو پوځیانو بریدونه کوي نو د پاریس په شان په نړیوالو کنفرانسو کې ولې ګډون کوي؟

افغان اسلامي اژانس د حامد کرزي له خولي لیکي “وخت په وخت د طالبانو مشران اروپايي هيوادونو ته سفرونه کوي او هلته د امريکا او نورو خواوو سره خبري اتري کوي”.

د رئیس جمهور کرزي اشاره د پاریس کنفرانس او همدا راز هغو خبرو اترو ته وه، کومې چې طالبانو د بندیانو د تبادلې او د سیاسي دفتر د پرانیستلو په موخه له امریکایانو او د قطر هیواد له چارواکو سره ترسره کړي، او بیا طالبانو په دې دلیل وځنډولې چې امریکایان په خپلو خبرو کې ریښتیني نه وه.

نوموړي دا هم ویلي چې طالبان ځکه په بهرنیو پوځیانو سرښندونکي بریدونه کوي چې دده په وینا بهرنیو قواوو ته د پاتې کیدو زمینه برابره کړي. کرزي یو ځل بیا له امریکایانو وغوښتل چې د افغانستان په کلیو او بانډو کې له حملو او بمباریو لاس واخلي او پر ځای ئې په پاکستان کې حملې وکړي، ځکه چې دده په اند طالبان په پاکستان کې روزل کیږي.

کرزي په خپلو خبرو کې یو ځل بیا د بګرام د زندان یادونه کړې، چې په وینا ئې د راتلونکې اونۍ په سر کې به ئې واک افغان حکومت ته وسپارل شي. له نن څخه یو کال مخکې هم د پنجوايي د هغو شهیدانو چې د امریکایانو په قتل عام کې شهیدان شوي وه، له ورثه وو سره په غونډه کې کرزي دا خبره کړې وه چې امريكايانو ورسره د بندیخانو ورسپارل امضا کړي، او دده په وینا، سبا بل سبا به د بګرام زندان ته قومندان هم وټاکي.

د افغان اسلامي اژانس د راپور له مخې طالبانو د کرزي هغه څرګندونې رد کړي چې ګواکې طالبان امریکایانو ته زمینه سازي کوي، او ویلي ئې دي چې روان مقاومت ئې د افغانستان د ازادۍ لپاره دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x