
بلخ: د جمعیت قومندانانو خپل منځو کې سره وژلي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۷مه ۱۳۹۵ل): د بلخ د سرپرست والي ویاند وايي چې په دغه ولایت دوه «غیرمسوولو» قومندانانو تر منځ جګړه کې څلور کسان وژل شوي دي.
د بلخ د والي ویاند منیرفرهاد رسنیو ته ویلي چې دغه نښته نن سهار د نظر ګل او محمود په نوم قومندانانو تر منځ د مزارشریف ښار جنوب ته په شولګر سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه ویلي چې په نښته کې قومندان محمود او ورسره درې کسان ملګري یې وژل شوي دي.
د فرهاد د معلوماتو پر بنسټ سیمې ته ملي پولیس تللي خو سیمه لا تر دې دمه په بشپړه توګه پاکه شوې نه ده.
د بلخ د والي ویاند له قوله تر دې دمه دوی ته دقیق معلومات نشته چې د یادو قومندانانو سره څومره وسله وال دي خو دغو قومندانانو پخوا هم سره څو ځل جګړې کړي دي.
هغه تایید کړله چې دغه دوه قومندانان پخوا د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند اړوند دي او اوسمهال دوی د ولسي جرګې د غړو علم ازادي، اسحاق رهګذر او د بلخ د سرپرست والي او د جمعیت اسلامي اجراییه مشر له نېږدې کسانو څخه وو.
د جمعیت اسلامي د دوه قومندانانو تر منځ جګړې خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې په اساسي قانون په تطبیق د نظارت کمېسیون د عدليې وزرات څخه غوښتي چې د جمعیت اسلامي او جنبش ملي اسلامي ګوندونو فعالیت او نظامي تشکیلات وڅيړي.
تر دې وړاندې د غويي د میاشتې په ۲۹مه رسنیو خبر ورکړ چې په فاریاب کې د دغو دوه ګوندونو اړوند قومندانانو په خپلمنځي جګړه کې ۱۰ کسان و وژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.