افغانستان

سرپل: د سانچارک د امنيت مدير له ساتونکو سره وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۷مه ۱۳۹۵ل): د سرپل د سانچارک ولسوالۍ د امنيت مدير د يادې ولسوالۍ د ګل رحمن په کلي له خپل ۶ تنه نورو ملګرو سره يو ځای وژل شوی .

د سرپل د پوليسو د امنيت آمر عنايت الله حبيبي د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې د سانچارک د امنيت مدير شرف الدين هغه مهال ووژل شو کله چې نوموړی د طالبانو له کمين سره مخ شو .

طالبانو د ياد بريد مسووليت منلی او وايي پېښه نن ماسپښين را منځته شوې.

د طالبانو په رسمي وېبپاڼې الاماره خپور شوي خبر کې راغلي چې «شراف الدين د سانچارک ولسوالۍ د امنيت (استخباراتو) مدير د يو کمين په تر څ کې له خپل پنځه تنه نورو ملګرو سره وژل شوی».

پر دې سربېره د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د خوست ولايت د استخباراتو عملياتي مسوول ډګروال محمد علي ددوی له لورې په يوه ځانګړي تکتيکي بريد کې وژل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x