د نړۍ تر ټولو ګران‌بیه نمبرپلیټ په ۵ میلیونه ډالر خرڅ شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۷مه ۱۳۹۵): د عربي اماراتو یو سوداګر په شارجه کې د نمبرپلیټونو د لیلامۍ پر مهال په ۵ میلیونه ډالر د موټر نمبر پلیټ واخېست.

العربیه ډاټ نیټ د راپور له مخې په دغه لیلامۍ کې ۶۰ نمبر پلیټونه نندارې ته وړاندې شول چې په مجموعي ډول تر ۱۳ میلیونه څخه زیات ډالرو باندې خرڅ شول.

د راپور له مخې «۱» نمبر پلیټ عارف احمدالزرغوني په نوم سیمه‌ییز سوداګر په ۵ میلیونه ډالر واخېست چې د نړۍ تر ټولو ګران‌بیه نمبر پلیټ دی.

راپور زیاتوي چې د داوطلبۍ پر مهال د نمبرپلیټ بیه تر ۴۹ لکه ډالرو پورې پورته شوه او په پای کې احمد زرعوني وروستۍ بولي ولګوله او نمبر پلیټ یې په ۵۰ لکه یا پنځه میلیونه ډالر واخېست.

په دغه لیلام کې ۵۰، ۳۳۳ او ۱۰۰۰ په شمول یو شمېر نور نمبر پلیټونه موجود وو.

زرعوني تر لیلام وروسته ویلي چې دی خپل ځان اول نمبر ګوري او له همدې کبله دی غواړي چې د موټر نمبر پلیټ یې «۱» وي او د دې لپاره هرې بیې ورکولو ته تیار دی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.