افغانستان

هیومن رایټس واچ : دافغان ماشومانو وضعیت دانديښنې وړ دی

د هیومن رایټس واچ په نامه دبشري حقوقو یوې نړیوالې ادارې په افغانستان کې دماشومانو دحقوقو ترپښو لاندې کیدلو په اړه  اندیښنه څرګنده کړې .

دې ادارې ویلي چې افغان ماشومان له ډول ډول ستونزو او بي عدالتیو سره مخامخ دي او په دې وروستیو کې داسې پیښې زیاتې شوي چې دماشومانو په انساني حقوقو مخامخ تیری بلل کیږي .

دیادې ادارې دآسیايي څانګې یوه مشر براډ آدمز  په خپل خپاره کړي بیان کې ویلي ، چې په تیرسبتمبر کې  په هرات کې په عامه پارک کې په یوه ۱۳ کلن ماشوم دڅو تنو لویانو لخوا جنسي تیری شوی ، خو دهرات چارواکي ددې په ځای چې دپیښې مجرمین ونیسي او سزا ورکړي ، دغه مظلوم ماشوم یې توقیف خانې ته لیږلی ، دبشري حقوقو یاد فعال په حامدکرزي غږ کړی چې دغه ماشوم خوشی کړي ، او په ځای یي دپیښې عاملین دعدالت میز ته ودروي .

دبشري حقوقو دڅار ادارې دغه راز دافغانستان په ځينو سیمو کې د جګړه مارانو او زورواکو لخوا  له ماشومانو دغلطې استفادې ، په محفلونو کې دګډولو ، دنجونو په شان دکالیو اغوستلو او دغه راز نور ناوړه اعمال هم غندلي او له حکومت نه یې دکم عمره کسانو دحقوقو درعایت غوښتنه کړې .

باید وویل شي ، چې په دې وروستیو کې دافغان ماشومانو په اړه له هرې خوا دبي عدالتیو راپورونه ورکول کیږي ، څو ورځې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول ، چې ناټو ځواکونو په ګڼ شمیر کې افغان ماشومان په بیلابیلو عملیاتو کې وژلي او معیوب کړي دي .

دغه راز په دې وروستیو کې یوځل بیا دماشومانو دتښتولو پیښې هم زیاتې شوي دي ، په دې لړ کې وروستۍ دپاموړ پیښه په هرات کې پیښه شوه ، چې دعلي سینا په نوم یو نهه کلن ماشوم اختطاف ګرو له تښتولو وروسته په پوره بي رحمۍ وواژه .

۹ کلن علي سینا چې په هرات کې تښتوونکو شهید کړ

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x