fbpx

د تورخم ستونزې د هواري لپاره باید مسؤلانه اقدام وشي

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

له تیرو ۶ ورځو راهیسي د تورخم پوله د ویزه نه لرونکو افغانانو پرمخ تړلې او یوزیات شمیر ناروغان او نور مسافرین چې پیښور او د پاکستان نورو ښارونو ته د درملنې او یاهم د خپلو کورنیو لیدو ته ځي د پولې دې غاړې ته ایسار پاتې دي.

زمونږ د هیواد په دغه ډول نامناسبو شرائطو په تیره د روژې د مبارکې میاشتې په را رسیدو سره د تورخم پر پولې اوښتلو باندې محدودیت له شکه پرته چې د پولې د دواړو غاړو اوسیدونکو لپاره ډیرې ستونزې ایجادوي.

د تور خم د سرحدي پولې د تړل کیدو عوامل چې هرڅه وي باید کابل او اسلام اباد هغه د تفاهم له لارې حل او پرينږدي چې د پولې دواړه غاړې اوسیدونکي د رسمي اسنادو د نشتون په پلمه له ستونزو سره مخ شي.

ځکه د تورخم پوله له اقتصادي او تجارتي لحاظه د دواړو هیوادونو لپاره ، په تیره د افغانانو لپاره چې د ورځنیو مهمو اړتیاو د پوره کولو په غرض ور څخه د تګ راتګ استفاده کوي خاص اهمیت لري.

که پاکستانی لوری د افغانانو له دغه مجبوریت څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په غرض د ډیورند کرښې د په رسمیت پیژندلو هڅه کوي ، هغوی ته په کار دی چې دې موخې ته د رسیدو لپاره له نورو دیپلوماتیکو لارو څخه هلې ځلې وکړي.

د ډیورنډ فرضې کرښه د تاریخي اسنادو په حواله د انګریزې استعمار لخوا یوه رامنځته شوي متنازع علیها کرښه ده چې د سیمې ولسونه يي هیڅ کله په رسمیت پیژندلو ته نه دي تیار.

ځکه انګریزانو دغه کرښه په ١٨٩٣ زېږديز کال کې د سیمې د میشتو ولسونو د بیلوالي په غرض ایجاد کړې خو د سیمې میشتو ولسونو هغه هيڅکله هم د نړيوالې پولې په توګه نه ده پېژندلې.

اوس چې افغانستان د انګریزانو په شمول د نورو ډیرو بهرنیانو تر اشغال لاندې دی بیا د یادې کرښې پر دواړو خواو د پاکستان او افغانستان ترمنځ تاوتریخوالي زور پیدا کړی.

د پاکستان او افغانستان مسؤلو چارواکو ته په کار دي چې دې ستونزې ته د حل پیدا کولو لپاره له داسې لارو چارو کار واخلي چې د کرښې پر داړو خواو میشتو ولسونو يي اغیز منفي نه وي .

دواړه لوري باید د میشتو اولسونو اړتیاوې او ضرورتونه په پام کې ولري او د هغوي په پام کې نیولو سره یادې لانجې ته مشروع او جانبینو ته د قبول وړ حل ولټوي.

پاکستاني چارواکو ته په کار دي چې د بشري خواخوږۍ له مخې د ټولو هغو ناروغانو مشکل رعایت کړي کوم چې په ډیرو بیړنیو حالاتو کې د معالجې او یا نورو ضروري کارونو لپاره پر تورخم پولې تګ راتګ کولو ته مجبوریږي.

د ګډ حکومت چارواکو ته هم په کار دي چې خپل ولس ته د لانجو جوړولو په ځای د هغوي د لانجو د هواري په اړه فکر وکړي او د تورخم پولې د ستونزې د حل په اړه د مسؤلانه حل لارې پیداکولو هلې ځلې وکړې .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د