د روژې مبارکه میاشت

دروژې فضیلت:

م. حمد الله (دانشمند)

له “انس” (رضي الله عنه) نه روایت دی، چې نبي علیه السلام مبارک د رمضان د پیل پر مهال و فرمایل: «بيشكه دغه میاشت تاسو ته راغله، په دې میاشت کې یوه شپه ده تر (۱۰۰۰) میاشتو غوره ده، څوک یې چې له خیر ښېګڼې بې برخې شول، هغه له ټوله خیره او ښېګڼې بې برخې شول.» [ابن ﻣﺎﺟﻪ:‏ 1644]، [ﺍﻟﺘﺮﻏﻴﺐ ﻭ ﺍﻟﺘﺮﻫﻴﺐ:‏ 1000] ، …
================

له “ابو هریرة” (رضي الله عنه) نه روایت دی، چې نبي علیه السلام مبارک و فرمایل: « د رمضان د مبارکې میاشتې له راتلو سره سم د جنتونو دروازې پرانستل کېږي، د اور (دوږخ) دروازې بندېږي او شیطانان تړل کېږي.» [ﻣﺴﻠﻢ: ‏1079] .

“امام النووي” (رحمه الله) د تېر حدیث په تشریح کې لیکې: د قاضي عیاض (رحمه الله) په آند په ظاهر هم بنا کېدای شي، د جنت د دروازو پرانیستل، د دوږخ د درازو بندېدل او د شیطانانو تړل دي د دې مبارکې میاشتې د راتلو علامه او یو ډول احترام وي، او د شیطانانو تړل دي له دې امله هم وي، چې د مومنانو له ضرره لاس په سر شي…
===============

له “ابو صالح الزیات” (رضي الله عنه) نه روایت دی، چې هغه له “انس” (رضی الله عنه) نه واورېدل، چې ویل یې: نبي علیه السلام مبارک و ویل: الله پاک فرمایي: «هر غوره عمل د انسان، د هغه له پاره دی پرته له روژې بېشکه هغه زما له پاره ده، یوازې زه به بدله ور کوم، روژه سپر (ډال) دی، کله چې له تاسو یو روژتي وي په همدې ورځ دي له بد ویلو، او ښکنځلو ډډه وکړي. که هغه (روژتي) ته چا ښکنځل کاوه، یا ور سره په جنګ لوېده، ورته وایې دي: زه روژتي یم! زما دي په هغه الله قسم وي، چې د “محمد” (صلی الله علیه وسلم) روح د هغه په واک کې دی د روژتي د خولې بوی و هغه (جل جلا له) ته په ورځ د قیامت د مشکو تر بوی هم غوره دی. د روژتي له پاره دوه خوښۍ دي د الله پاک په وړاندې: یوه يې د روژماتې پر مهال، بله له هغه (جل جلا له) سره د ملاقات پر مهال.» [ ﻣﺴﻠﻢ : 1151] .
====================

له “انس” (رضي الله عنه) نه روایت دی، وايې: رسول الله (صلی الله علیه و سلم) و فرمایل: «درې دعاوې نه ردېږي: د مور/ پلار دعا، د روژتي دعا، د مسافر دعا.» [ﺍﻟﺒﻴﻬﻘﻲ: 3 / 345] .
======================

له “سهل بن سعد” (رضي الله عنه) نه روایت دی، وایې: نبي علیه السلام مبارک و فرمایل: «یقیناً په جنت کې یوه دروازه ده “ریان” نومول شوې، یوازې روژه تیان به ور ننوزي او بس. وه به ویلی شي: روژتیان چېر ته دي؟ هغوی به جنت د ننه شي، کله یې چې وروستی ننوتونکی ور د ننه شي، دروازه به یې و تړلی شي، بل څوک نشي کولی چې ور ننوزي .» [ﻣﺴﻠﻢ: 1152]…

د دې اسلامي پاڼې همکارانو لیکوالانو، کتونکو او خوښوونکو ته د مبارکي تر څنګ، له الله پاکه د غوره عباداتو او نیکو پیرزوینو غوښتونکی یم! الله پاک دي ږموږ او ستاسې واړه عبادات په خپل در کې قبول و ګرزوي. امین! یارب العلمین، والصلوة والسلام علی النبی الامی الامین.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x