ټولنیزه برخه

مه خفه کېږه! (۱۰۵) – انسان په خپل ذات کې یوه نړۍ ده!

لیکوال:- دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن:- رحمت الله مومن

۞ انسان په خپل ذات کې یوه نړۍ ده!

دکتور جیمز ګورډن ګیلکی وایې:
(( دا خبره چې انسان یو منفرد او ځانګړی شخصیت دی، دومره زړه او لرغونې ده، څومره چې بشری تاریخ لرغونی او زوړ دی. ))

یو بل حکیم وایې:
(( ای انسانه! ته په خلقت او پیداېښت کې یو ځانته شی یې! نه ته چا ته ورته یې او نه تا ته څوک ورته دې، ځکه چې د کایناتو خالق دغه امتیاز یوازې تا ته در کړی. ))

الله تعالی ﷻ وایې:

﴿ اِنَّ سَعْیَکُمْ لَشَتَّی ﴾
ژباړه: (( بې له شکه چې ستاسې هڅه او هاند بېخی جلا جلا دی. ))

د ماشوم د روزنې پر موضوع “اینګلو پیټر” دیارلس کتابونه او په زرګونو مقالې لیکلی دی، دی وایې:
(( تر هغه بل بدمرغه کس نشته چې په خپل نفس، خپل جسد او تفکر پرته د نورو پر طرحه او کړنه ځان چلوی. ))

الله تعالی ﷻ وایې:

﴿ أَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَسَالَتْ أَوْدِيَةٌ بِقَدَرِهَا ﴾
ژباړه: (( هغه له اسمان څخه اوبه نازلې کړې او د خپل ظرفیت سره سم یې خوړونه روان کړی. ))

هر څوک خپل خپل مواهب او ارزښتونه لری او یو په بل کې ویلې کېدای نشی.

یو شاعر وایې:
(( تاسې ته ځانګړی صلاحیتونه ترلاسه شوی دی، تر څو له خپلو ځانګړیو صلاحیتونو سره سم څه وکړای شئ. ))

پر خپل نفس باندې د اعتماد موضع “ایمرسن” وایې:
(( هغه وخت به راشې چې د انسان علم پر دې حقیقت ګواهی ور کړی چې حسد؛ جهالت او تقلید؛ ځان وژنه ده، انسان باید په هر ډول ظروفو او شرایطو کې پر خپل نفس باور ولری. ))

﴿ وَقُلِ اعْمَلُواْ فَسَيَرَى اللّهُ عَمَلَكُمْ وَرَسُولُهُ وَالْمُؤْمِنُونَ ﴾
ژباړه: (( او ای پیغمبره صلی الله علیه وسلم! دوی ته ووایه چې تاسې عمل کوئ، الله تعالی ﷻ او د هغه پیغمبر او مومنان ټول به وګوری چې تاسې کړه وړه اوس څه دی. ))

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x