نظــر

د سلما بند اغیزې د هرات د کرهڼې په سکتور باندې

احمدشاه راشد 

مقدمه:

د ۱۳۹۵ کال د جوزا پر (۱۵) نېټه د سلما بند د افغان ولسمشر اشرف غني او د هند لومړي وزیر نارېندرا مودي لخوا له څلورو لسیزو وروسته په رسمي ډول پرانیستل شو.

دغه بند به د هېواد په ډېری سکتورونو او تېره بیا د هرات پر اقتصاد ژورې اغېزې وښندي. له همدې ځایه موږ په دغه لیکنه کې هڅه کړې، چې د هرات پر کرنیز سکتور باندې د دغه بند اغېزې وارزوو.

د سلما بند مخینه

د سلما بند د جوړولو لومړنی مفکوره د وخت صدراعظم موسی شفیق سره هغه مهال پیدا شوه، چې کله دی په ۱۳۴۷ کال کې ایران ته په رسمي سفر ولاړ. خو د دغه بند علمي څېړنې، طرح او ډیزاین بیا د شهید سردار محمد داود خان د ولسمشرۍ په وخت د یوې هندي کمپنۍ لخوا بشپړې او د جوړولو عملي کار يې په کال ۱۳۵۵ کې پیل شوې.

خو د ۱۳۵۷ کال د ثور کودتا بیا د دې لویې او حیاتي پروژې کار هم په داسې حال کې په ټپه ودراوه چې د بند ۲۵ سلنه کارونه بشپړ شوی وو. د شورویانو د یرغل او کورني جګړې پرمهال ورته ډیر زیات زیانونه واوښتل او ډیری وسایل یې چور او تالان شول.

وروسته د حامد کرزي د دورې پرمهال حکومت هوډ وکړ چې دا بند بیا له سره ورغوي. د افغان حکومت له ډیرو هلو ځلو وروسته د هند هیواد یو ځل بیا د دغه بند د جوړولو لپاره د مرستې ژمنه وکړه او د ۱۳۸۶ کال د کب میاشتې په ۲۵ مه نېټه ېې د دوهم ځل لپاره د بنسټ ډبره کیښودل شوه.

د دې بند کارونه د هند دولت په ۲۷۵ میلیونه ډالره مالي او تخنیکي مرسته له څلویښت کاله ځنډ وروسته بشپړ او د ۱۳۹۵ کال د غبرګولي په ۱۵مه د هند د صدراعظم نرندرا مودي او افغان ولسمشر اشرف غنی لخوا رسماً پرانېستل شو.

د سلما بند ظرفیت

د سلما بند د هرات د چشت شریف په ولسوالۍ کې د هریرود پر سیند جوړ شوی او په افغانستان کې یو د برېښنا او خړوبولو له لویو بندونو شمېرل کیږي.

دا بند ۲۰ کيلو متره اوږدوالی او ۷ کيلومتره بر لري. دا بند ۱۰۷ متره په لوړوالي د ۶۳۳ میلیون متر مکعب اوبو د ذخیرې  او د ۴۲ ميګاواټه برېښنا توليدولو وړتیا لري.

د پلان له مخي دغه بند په يوولسو مياشتو کي ۶۴۹ متره مکعبه اوبه زېرمه کړې او له امله یې اوس ۸۰ زره هکتاره مځکه خړوبه او ۴۲ میګاواټه برېښنا تولیدېږي.

د دغه بند د جوړولو اصلي موخه د هريرود په اوږدو کي پرتو مځکو ته اوبه رسول دي، چي د دغه بند له جوړېدو وړاندې بیا يوازي ۴۰ سلنه مځکو ته اوبه رسېدلې.

د هرات د کرهڼې پر سکتور د سلما بند اغیزې

د سلما بند به د هرات د کرهڼې پر سکتور ډېرې اغېزې وکړي، چې دغه اغېزې بیا د برېښنا نیولې د ځمکو تر خړوبولو پورې دي.

د دغه بند د جوړولو اصلي موخه د هريرود په اوږدو کي پرتو مځکو ته اوبه رسول دي، چي تر دې د مخه بیا يوازي ۴۰ سلنه مځکو ته اوبه رسېدلې.

د سلما بند به د زراعت په برخې کې ډیره مرسته وکړي،  اوسمهال په هرات کې ۴۰ زره هکتاره ځمکه کرل کیږي او د بند د اوبو نه د استفادې سره به د دې امکان برابر شي‌ چې دوه برابره ځمکه وکرل شي.‌ د دې بند د اوبو په واسطه به له یو پلوه د هغه ځمکو زراعتي محصولات چې د اوړي په موسم کې به د اوبو له کمښت سره مخ وو زیات شي او له بل پلوه به د هېواد په زراعتي محصولاتو کې د ۴۰ زره هکټاره (۲۰۰ زره جریبه) ځمکې حاصلات اضافه شي. زعفران څوکلن بی ساقی نبات دی ،چی له ډیر ه وخته په ایران او هندوستان کی کرل کیږی.زعفران همدارنګه د افغا نستان په اکثره ولایاتو کی کرل کیږی خوډیر ښه حاصل د هرات په ولایت کی ور کوی، چې په اوسط ډول یو جریب(۲) کیلوګرامه خالص زعفران حاصل ورکوی،  که چېرې په ۲۰۰ زره جریبه ساحه کې زعفران وکرل شي، چې تقریبا یو جریب ساحې څخه ۲ کیلو ګرامه خالص زعفران لاس ته راځی، چې د یو کیلو ګرامو زعفرانو قیمت ۲۰۰۰ امریکایي ډالره دي، چې په ۲۰۰ زره جریبه ځمکه کې زعفران وکرل شي تقریبا ۸۰۰ملیونه ډالره عاید به ولري نه یوازې چې عاید لاس ته راځي د هغه سېمې خلک په کار باندې مصروف کیږي چې دهغه سیمې  په امنیت او د کډوالی په مخنیوي کې هم مثبت رول ولري. د داسې یوه هېواد لپاره چې تر اوسه د خوراکي توکو له پلوه پر بهرنیو وارداتو تکیه لري، د پام وړ اغېزې درلودلای شي.

او نوموړي بند چې د ۴۲ مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري د کرهڼې په میکانیزه کېدو کې هم مثبت رول لوبولی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x