افغانستان

راپور : د ایران او سوریې په شمول ۵۴ هیوادونو د CIA مرسته کړې

 

د پرانستې ټولنې په نامه یو نیویارک میشتي حقوقي سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي چې د سبتمبر ترپیښو  او په افغانستان دامریکا تریرغل وروسته دسیمې او نړۍ  ۵۴  بیلابیلو هیوادونو  دامریکا دمرکزي استخباراتو دادارې  سي آی اې مرسته کړې  ، او په یوه  نوع یې دامریکا داستخباراتو ملګرو رول لوبولی .

 په راپور کې راغلي چې ددې هیوادونو له جملې اکثره اروپایي هیوادونه دي خو  بعضې دسیمې هیوادونه لکه  مصر ، اردن ، پاکستان  او دافغانستان حکومت هم په کې شامل دي .

په راپور کې راغلي چې ایران او سوریې هم هغه مهال له سي آی اې سره مرسته کړې ، په داسې حال چې دهغه مهال امریکایي مشر  بوش دغه هیوادونه دشیطاني محور برخه  بلل .

دراپور له مخې  ایران لږترلږه  ۱۵  تنه  دامریکا مطلوب افراد نیولي او بیا یي امریکا ته سپارلي ، دغه راز سوریې هم  له امریکایي استخباراتو سره مرسته کړې ،  دګورجستان ، رومانیا ، پولینډ لیتویا او لیتوانیا په اړه  ویل شوي چې دسي آی اې پټو زندانونو ته یي ځای ورکړی ، چې دا هم یوه نوعه استخباراتي مرسته ده  .

په افغانستان  وروستی صلیبي یرغل خلک د ۴۸ هیوادونو  برید بولي ، چې حتی ددوهم نړیوال جنګ ترایتلاف هم ستر ایتلاف بلل کیږي ، مګر که دیرغلګرو دغه وروستي افشاء شوي استخباراتي ملګري حساب شي ، نو دصلیبي ایتلافیانو شمیر نور هم زیاتیږي ، چې له ټول ګڼوالي سره سره الله تعالی دافغان مجاهدین په توسط له سختې رسوایي سره مخامخ کړي دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x