نړۍ

چین یغوري مسلمانان له روژې نېولو منع کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۷مه ۱۳۹۵ل): د چین حکومت د روژې د پیلېدو سره یو ځل بیا په سینکیانګ کې یغوري مسلمان ملکي مامورین، زده کوونکي او ماشومان له روژې نېولو منع کړي دي او امر یې کړی چې هوټلونه دې په روژه کې هم خلاص وي.

د چین واکمن کمونستي ګوند چې په رسمي ډول ملحدین دي د څو کلونو راهیسې د ټولو بشري قوانینو خلاف مسلمان ملکي مامورین او ماشومان په سینکیانګ ایالت کې د روژې نېولو څخه منع کوي.

د چین حکومت په ملکي ادارو او نورو دیوالونو خبرتیاوې لګولي او پرې لیکلي يې دي چې «ملکي مامورین، کدرونه، د ګوند غړي، زده کوونکي او ماشومان دې نه روژه نیسي او نه دې هم په دیني پروګرامونو کې ګډون کوي».

په دغو خبرتیاو کې دا هم لیکل شوي چې « د روژې د میاشتې پر مهال دې د خوراک څښاک سوداګري هم باید بنده نه وي».

پر دې سربېره د حکومت د معارف اړوند یوې وېبپاڼې د تېرې دوشنبې راهیسې اعلان کړی چې د ټولو ښوونځیو استادان او زده کوونکي دې په روژه کې مسجدونه ته نه ځي او نه دې هم دیني چارو کې برخه اخلي.

سینکیانګ کې لس میلیونه یغوري مسلمانان اوسیږي. مسلمانان چې د دغې خودمختاره سیمې اکثریت دی، له څو لسیزو راهیسې د چین د کمونستي حکومت پر خلاف د ازادۍ لپاره مشروعه مبارزه کوي.

د چین کمونستي حکومت یغوري مسلمانان په چین کې د هرې امنیتي پېښې مسوول ګڼي او په تور یې د سینکیانګ مسلمانان بې جرمه ځوروي.

د بشري حقونو ادارو هم د چین د حکومت په دغو اقداماتو اندېښنه څرګنده کړې او دا یې د مسلمان اقلیتونو د حقوقو خلاف عمل بللی دی.

د یغوریانو نړیوالې کنګرې هم د چین حکومت دغه اقدام غندلی دی او ویلي يې دي چې چین فکر کوي چې د یغوري مسلمانانو اسلامي عقیده به د بیجینګ واکمنۍ ته ګواښ جوړ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x