افغانستان

ملګرو ملتونو او ګډ حکومت له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۷مه ۱۳۹۵ل): ګډ حکومت، د علماو شورا او ملګرو ملتونو په طالبانو غږ کړی چې د روژې مبارکې میاشتې پر مهال له جګړې لاس واخلي او اوربند وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نیکولاس هیثم د جګړې په دواړو لورو غږ کړی چې په روژه کې اوربند وکړي او خلک پریږدي چې په امن فضا کې عبادت وکړي.

هیثم ویلي چې دی هیله‌من دی چې د روژې میاشت به په افغانستان کې امن و ثبات راولي.

بل لوري ته د ولسمشر د ویاند مرستیال سیدظفرهاشمي ویلي چې د روژې مباکه میاشت د طالبانو لپاره یو بل چانس دی چې د سولې د پروسې سره یوځای شي.

هغه زیاته کړې چې «هغه ډلې چې غواړي له دغه فرصته ګټه واخلي او نوې ژوند پیل کړي، د اساسي قانون تر چتر لاندې ورسره به خبرې اترې کیږي خو که جګړې ته ادامه ورکوي په مقابل کې به یې سخته او جدي مبارزه وشي».

په عین حال کې د دعوت اسلامي بنسټ مشر سیدعبدالهادي هدایت ویلي چې «د طالبانو نوی مشر مولوي هبة الله چې د حکومت سره مخالفت کوي، دیني عالم دی، د قانون او سنتو پر بنیاد او د مبارکې روژې د احترام په خاطر دې راشي او د سولې خبرو اترو ته دې کیني».

بل لوري ته د علماو او سولې عالي شورا غړي شفیع الله شفیع بیا ویلي چې د افغانستان علما د ناامنۍ احساس کوي او نه شي کولای چې حقایق ووايي. هغه ویلي چې حکومت دې د دوی امنیتي ضمانت وکړي، دوی به بیا دغه مسئله [طالبانو سره سوله او جګړه] د علماو له نظره وڅيړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x