شعـــــرونه

غزل: مينه ځلا

مينه ځلا

ژوندون په هديــــــــره کې ارمانــونه خښـــــــــول
چا هيلي را خيستلې او چــــــا زړونه خښـــــــــول

یو چا دلته لاســـــونه وو په خپلــــو وينـــــو سره
یو چا دلته پــــــــــه خپله وجـــودونه خښــــــول

ستا غم هم لکه غـر وو، لږ زه هم لېــــــــــونۍ وم
د زړه پـه واړه قبــــر کې مـــــې غـــــرونه خښول

عجیــبــــه یو احســاس, عجیـبه یــــــوه درزا وه
ژوندیـــــــو د ژوندیــــو تصویــــــرونه خښــــول

بیا یې نن په خوله باندې توحید توحید نارې دي
پرون یې د پښتـــون په نــــــــوم سرونه خښول

که ورک شـــي نفرتـونه، پیغام دې سولې راوړي
(ځلا) په هـــــره لاره سره ګـــولونه خـــــــښول

شاعره اغلې مینه (ځلا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x