افغانستان

د غزني په زندان کې پولیسو یو بندي په ډزو شهید کړی او ګڼ شمیر ئې ژوبل کړي

راپورونه وايي چې تیره ورځ د غزني ښار په زندان کې پولیسو په بندیانو ډزې کړي او یو تن ئې شهید کړی.

د غزني چارواکو د پیښې د سبب په اړه مبهمې او ګونګې څرګندونې کړي او ویلي ئې دي چې د یو پایواز له خوا په ترموز کې ناپیژندل شوي مواد زندان ته تیریدل کله چې ئې امنیتي کسانو مخه ونیوله نو د زندان په داخل کې د بندیانو ترمنځ جګړه پیل شوه او بیا د امنیتي کسانو په ډزو کې مرګ ژوبله هم واوښته.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د غزني د چارواکو له خوا ورکړل شوي معلومات غلط بللي، ښاغلی مجاهد نن ټکی آسیا ته په رالیږلې خبرپاڼه کې د پیښې لامل داسې بیان کړی چې “پرون دبندیانو ځينو خپل خپلوانو او پايوازانو دبندیانو لپاره له بهره دچای ترموزونه رانیولي وو چې دپوليسو لخوا ترموزونه ولټول شول او دترموزونو په بيخ کې دمحافظتي موادو په ليدو سره پوليسو ادعا وکړه چې په ترموزونو کې پوډر او مخدره مواد دي او پايوازان يي بنديان کړل ، کله چې بنديانو دخپلو پايوازانو بندي کيدل او ځورول وليدل نو يي په احتجاج لاس پورې کړ ، وروسته د پايوازانو لخوا پوليسواو دزندان مسئوليونه وويل شول چې وردي شي په دوکانونو کې دې نور ترموزونه هم وګوري چې په ټولو کې دچاي دګرم ساتلو محافظتي مواد شته ، او که داسې نه وه نو دې بيادوی ته جزا ورکړي ، کله چې پوليس دښار دوکاندارانوته ورغلل ګورې چې په ټولو نويو ترموزونو کې دغه مواد چې په يوه پاکټ کې دترموز په ښکتنۍ برخه کې ځای په ځای شوي وي شته او ثابته شوه چې دامواد په ريښتيا هم دچاي محافظتي مواد دي نه مخدره توکي ، چې وروسته بیا پايوازان هم له بنده خوشي شول”.

ښاغلی مجاهد زیاتوي کله چې د زندان مسئولین بیرته زندان ته وروګرځیدل نو بندیانو ته ئې د احتجاج کولو په جرم ښکنځل او بد رد وویل چې د بندیانو د قهر او غوصې سبب شول او په پولیسو ئې د کاڼو ګوزارونه وکړل چې په مقابل کې پولیسو په بې وسلې بندیانو د ټوپکو شپیلۍ ورواړولې، یو تن ئې شهید او ۱۱ تنه ئې ټپیان کړل.

د نوموړي په وینا اوس هم د بندیانو له خوا په زندان کې مظاهره روانه ده او له حقوقي نهادونو او رسنیو غواړي چې ددوی غږ تر خلکو ورسوي.

د تیر ډیسمبر میاشت په نیمايي کې د کابل له پل چرخي زندان څخه هم راپور ورکړل شوی وه چې بندیانو د خپلو حقوقو د نه ورکول کیدلو په اعتراض د نه خوړلو په اعتصاب لاس پوری کړی.

د ۲۰۰۸ کال په نومبر میاشت کې هم یو تن بندي هغه وخت د پولیسو په ډزو شهید او ۲۰ تنه ژوبل شول کله چې بندیانو د برق، اوبو، او خوړو د قطع کیدلو له کبله د زندان د مسئولینو په خلاف اعتراضونه وکړل.

د همدې کال په ډیسمبر میاشت کې د زندان امنیتي مسئولینو یو ځل بیا په اعتصاب کوونکو پوځي عملیات ترسره کړل چې په نتیجه کې ۹ تنه بندیان په شهادت ورسیدل.

د هیواد په افغاني زندانو کې بندیان د آسانیتاوو د نه موجودیت تر څنګ همیشه د زندان د مسئولینو د ناوړه او سپک چلند څخه شکایت کوي خو تر اوسه هیڅ کوم بشري نهاد په دې برخه کې ګام نه دی پورته کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x