افغانستان

شیرولي وردګ پر ډزو وژل شوی، داعش یې هم پړه په غاړه واخیسته

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۷مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان د پارلمان وکېل شیرولي وردګ د وژل کېدو په اړه وروستي راپورونه ښيي چې نوموړی په چاودنه کې نه دی وژل شوی، بلکې پر ډزو په نښه شوی دی.

نن ټکی اسیا ته ځینو باخبره سرچینو د نوم نه څرګندولو په شرط ویلي چې د شیرولي وردګ پر بدن هیڅ داسې نښې نښانې نه ښکارېدلې چې ګواکې هغه دې په بمي چاودنه کې وژل شوی وي.
هغه وویل: «له بمي چاودنې وروسته د شیرولي وردګ پر بدن د بمي چریو نښانونه نه وه.»

یوې بلي سرچیني وویل تر چاودنې وروسته د یو نامعلوم جهت له لوري پرې ډزې شوي، تر غوږ لاندې سیمه کې په یوه مرمۍ لګېدلی دی، چې له امله یې روغتون ته په لار خپل ژوند له لاسه ورکړ.

تېره ورځ د طالبانو پر وېب پاڼه داسي خبر نشر شوو چې ګواکي شیرولي وردک د کابل په کمپنۍ سیمه کې د سړک د غاړي په هغه ماین کې وژل شوی کوم چې ددوی «مجاهدینو» ځای پر ځای کړی وو.

په خبر کې راغلې وه چې د نوموړي تر څنګ د موټرچلوونکي په شمول څلور تنه ساتونکي ټپيان شوي دي.

بل خوا په عراق او شام کې د اسلامي دولت ډلې (داعش) د خراسان ولایت څانګې هم ددغه وژنې مسؤولیت په غاړه اخیستی او په ټولنیزو پاڼو کې یې د یوې خبرپاڼي په نشرولو سره ویلي چې هغه یې په پلازمینه کابل کې په یوه بمي چاودنه کې وژلی دی.

شیرولي وردګ د پوهني د پخواني وزیر فاروق وردګ ورور وو، د پارلمان د غړیتوب تر څنګ د حزب اسلامي د شورا ګانو منشي وو او په دې وروستیو کې کابل ته د حزب اسلامي د نمایندګانو او سیاسي غړو په ناستو کې فعاله ونډه لرله.

د شیرولي وردګ د کورنۍ او هغه ته نیژدې سیاسي ملګري د نوموړي مرګ یوه سیاسي او هدفي وژنه بولي او وايي چې کیدای شي دا وروستی وژنه نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

دا چه د حزب اسلامی د یو غلام وزیر ورور دی داعشیانو وژلی وی او د دی وژنی پړه دی هم د سوریی دداعش مشر اخستی وی ولی د افغانستان داعشیان د دی پړی یادونه نه کوی که افغانستان کی مشر نه لری او یا همدا یی لویه لاسته راوړنه ده ؟ نوری لاسته راوړنی نه لری ؟ ویل کیږی چه دی په بم کی نه دی الوتی ( که بم کی الوتی وی نو بیا دا کار طالبانو او که هغه په شخصی ډزه لګیدلی وی نو دا کار داعشیانو کړی ؟) دا د دی د پاره برابره شوی… نور لوستل »

بې نوم

تش په نوم افغانه

زه د شیرولي وردګ دفاع نه کوم. زه تاته حیران یم چې ته د کومې سوړې سړی؟!! یې. ستا جهت او سمت څه وایي؟ ته په ریښتیا راته ووایه چې ته د چا غلام یې؟ تا د کوم ###حلقه په غاړه اچولې؟ لازمه نه وه چې ستا ####په تبصره څه ولیکم ځکه ستا ځواب یواځې په چوپتیا سره درکول کیدای شي. سلام علیکم!!!!!!

ملنګ

بی نومه صاحب ! ستا د ښه شخصیت د بیا اعاده کولو د پاره څه اسلامی ښودنی درته لیکم ، که یی ومنی تاسو ګټه لری او که یی ونه منی مونږ ته ډیر تاوان نه لری .: لمړی : ستاسی د ( بی نوم ) نوم ټاکل تاسی له مستقل شخصیت څخه بی برخی کوی، نوم ټاکل سنت طریقه او د شخصیت پیژندنی یو فکتور هم دی مهمه نه ده که هغه ستاسی اصلی او که مستعار نوم وی ، مثلا ستاسی نوم عبدالله دی ، مونږ پوهیږو چه تاسی مسلمان یاست ، که تاسی انګریزی ، روسی ،… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x