شعـــــرونه

غزل: حقمل

میـــاشت د رمضــان ده تــوبه وباسه
خـــدای خو مهــربان ده تــوبه وباسه

ګـــــــوره د شیطان خبره مـه منــه
لــوږه امـــــــتحان ده توبه وباســه

مــه کړه غیبتونه د مســلم ورور دې
دې کــې دې تاوان ده توبه وباســه

ځوانه ژر راپاڅه د لمــانځه وخت دی
قبـــــر تور زنــدان ده تو به وباسه

وه سپین ږیریه پولې پردۍ مه وهه
ژونــد دې نور پایان ده توبه وباسـه

اې ظالــــمه رحم په مظلوم وکړه
زړه دې کلک سندان ده توبه وباسه

تیرشــه له حـسد او بد بینۍ څخــه
نوم دې مســلمان ده توبه وباســه

تل به زه حقمل درته دعــا کــوم
دغه مې بس توان ده توبه وباســه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x