افغانستان

دجګړې له قوانینوبربنډه سرغړونه

بندي ماشومان

امریکایې چارواکومنلې چي دبګرام په زندان کي یې دوه سوه (۲۰۰)افغان ماشومان بندیان کړي دي ، دوی همدې ماشومانوته دمخالفوجنګیالیونوم ورکوي اوله همدې کبله یې ځان ته دبندي کولواوتراوږدې مودې په بندکي ساتلوحق ورکړی دی .په امریکا کي دبشردحقونودیوې ټولني مشرداکوار وایې چي :په بګرام کي دبندي ماشومانو عمرونه ۱۳او۱۴کلونه دي اوعلاوه پردې (ماشومتوب) شکنجه شوي اوربړول شوي هم دي .دغه رازدبشري حقونویوې فعالي ټینافوسټرپه ویناچي:دبګرام په محبس کي یې ۱۱او۱۲کلن ماشومان لیدلي دي ،نوموړې زیاتوي چي ددغه زندان دکتلوپرمهال یې لیدلي چي دبندي ماشومانودیاد شوي تعداد (۲۰۰)څخه ډیرزیات نورماشومان هم بندیان ووچي امریکایې چارواکویې دعمردثبت اجازه نه ورکوله .

په افغانستان کي دیرغلګروځواکونومطبوعاتي هڅواویاتبلیغاتي کمپاین ته په پام دوی کله هم دپیښواصلي انځورنه دی وړاند ي کړی ،تل یې دنړیوالودغولوني په موخه دبل سپکه اوخپله درنه ویلې ده .خوخلګ اوس پوه شو ي دي چي ددوی په خروارکي ایله یوموټ رشتیاوي .په وار- وارثابته شوې چي پرملکي استوګنځایونویې بمونه غورځولي اوولسي وګړي یې په کي شهیدان کړي دي ،خوله دوی چي پوښتل شوې چورلټ انکاریې ترې کړې اوادعاء یې کړې چي وسله وال مخالفان یې وژلي دي که څه هم ولسي خلګواوملاتړي رژیم یې په بمباراو…..کي دملکي تلفاتوتائیدکړي وي .دغه رنګه پرخپلوهغوهم خاوري اچوي ،الوتکه یې ویشتل شوې اوټانګ یې په ماین الوتی اوویجاړشوی وي ،مګرپوځیان یې روغ رمټ اویاسرسري ټپیان وي .داچي دوی مني چي په بګرام زندان کي دوه سوه ماشومان ورسره بندیان دي ،ښایې اصلي شمېریې تردې ډیرزیات وي لکه ټیناچي هم اشاره ورته کړې ده .

نیواکګر معمولاپرنورودبشردحقونودنقض تورونه لګوي ،خوخپله بیادبشریت سره دهیڅ رازوحشت اوظلم سپمانه کوي ،دوی چي انسانیت څومره سپک کړی اورټلی دی دنوروملکونوپه تاریخ کي یې بېلګې نه موندل کیږي .غربیان ځانونه مهذب اومتمدن ګڼي ،اسیایې اوافریقایې ملتونه جاهلان بولي اماپه واقعیت کي دوی لااوس هم دقرون وسطی په تیاروکي چورلیږي ،دهماغوپیړیوپه شان پاپایت اوسرداری نظامونو ته وفاداردي ،ښکاره مثال یې دنړیوال کلي نننی مطلق العنان خان (امریکا)دی چي له زوکړي تراوسه دمظلوموملتونوپه وینواوهډونوپایې اوهیڅ بشري ،قانوني اوبین المللي مقرراتواوارزښتونوته یې اهمیت نه د ی ورکړی .

وګورئ همدادوه سوه (۲۰۰)هغه دکم عمرلرونکي بندیان دي ،که رشتیاهم دجګړې په میدان کي له وسلې سره لاس په لاس نیول شوي وي ،بیاهم په ناقانونه زندانونوکي ددوی اچول اوتراوږدې مودې پوري دقضاء څخه لیري اودعدلي اوبشري حق څخه محرومول خپله یولوي جنایت اودجګړې له مقرراتوڅخه ښکاره سرغړاوی دی .

سید شریف

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x