شعـــــرونه

غزل: حامدالله ستون

حامدالله ستون

دا چې زخم پر بدن راته له تانه پاتې کیږي
ما ته پته چې څه نښه له بلا نه پاتې کیږي

عبادت کې دې هم خدایه څه سزا ده داسړي چې
روژه ماتي نه هم وروسته پرېشانه پاتې کیږي

دې نه ښه ده چې سړیه خپل وجود ورباندې بایلې
په موجود وجود انسان چې له انسانه پاتې کیږي

عشقه زه مې سزا ګانې تا ته نه منسوبومه
خو دا ځان هم را نه واخله ګني ما نه پاتې کیږي

دومره بس ده چې په سترګو دې ثواب را څخه کیږي
دومره بس ده چې دا زړه مې له خطا نه پاتې کیږي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x