شعـــــرونه

غزل: اجمل ښکلی

اجمل ښکلی

که ګناه ده که صنم، راکوي تنده
که ثواب دى که ادم، راکوي تنده

زه چې تا پورې درتلمه، خبر نه وم
چې درياب به راته هم راکوي تنده

ستا د لږ وخت ملاقات کړله شديده
ګلاب وايي، چې شبنم راکوي تنده

په وجود کې مې صحرا په خپرېدو شي
غم دې مه راکوه، غم راکوي تنده

د هغې چينې په تنده کې تراوسه
چې اوبه څښمه؛ نو هم راکوي تنده

اوس د خپل وجود له سيوري نه خوځېږم
اوس پوهېږم، چې ورځم، راکوي تنده

موسيقۍ راته رايادې کړې ستا سترګې
د تارونو زير و بم راکوي تنده

خپل لاسونه په ما څپر کړه اجمله
د باران په څاڅکو مرم، راکوي تنده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x