د اکبر مدهوش شعرونه – کراماتو نه خالی عاشقان نه دي

کراماتو نه خالی عاشقان نه دي

دامنم چی په ظاهره وليان نه دي

که هرڅومره دي په خپل حُسن مغروره

رسېدلي ستا ښائست ته ګُلان نه دي

خزانه چې ستا دعشق ئې ده موندلی

دادي واړۀ امېران غريبان نه دي

چی دچا په مئينتوب ځانونه وژني

دغه خلک خو لائق دنيران نه دي

چی ئې زړونو کښې خلوص او مينه نه وي

که رښتيا وايمه دغه خوبان نه دي

زه به کوم کوم خبروم ديا له قدره

پوهول دټولوخلکو اسان نه دي

دچادر خاورې له ځانه جوړوی به

جنتونه خو څه دومره ارزان نه دي

دغه ستوري دفلک دلته ميشته دي

دغه اوښکې د * اکبر * په ګريوان نه دي

************

بې له تا که سلطنت دی ورکوه ئې

ژوند مې هسې ذلالت دی ورکوه ئې

چې په ژوند يوه تمنا مې پوره نه شوه

دامې څه رنګ محبت دی ورکوه ئې

چې په خپله دي نا صح ، منلی نه دی

څه له ساز دي نصيحت دی ورکوه ئې

چې دي ساه و ځي * اکبره * ديار خواکښې

غېر حاضر په عيادت دی ورکوه ئې

**********

تا چی له هر چانه خپل ځان اوچت کړو

لا دې زما زړۀ کښې ارمان او چت کړو

چې کوم انسان دي سرټېټي اوکړله

لکه افتاب دي په اسمان اوچت کړو

دومره وصال هم اوچت کړی نه دی

نوم خو دمېني ډېر هجران اوچت کړو

هر څوک مين باندې ملنډې وهي

بوراته ګل لاس کښې باغبان اوچت کړو

يرېږم زړۀ مې بهر ونۀ  لوېږي

کچېري لاس مې لۀ ګرېوان اوچت کړو

*اکبره * بيا مې ئې زړۀ اوګټلو

لاس چې له لرې نه جانان اوچت کړو

********

مينه مې د زړۀ په تا مئينه ده

ځکه مې دُنيا ټوله دُښمنه ده

ته غواړی ګلونه ای دزړۀ بورا

مونږه له ازغو ډکه لمنه ده

نه شته په وطن ښکلی جانان زما

ځکه مې زړۀ تور له خپله وطنه ده

حال معلومول داشنا دی علاج

ډېره ضروري اکبر پوښتنه ده

———————————–

رالېږونکی : محمد ظاهر خان حق پرست



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.