افغانستان

نیویارک ټایمز : طالبانو دحکومتي لوړپوړو چارواکو خوب تښتولی

بصیرسالنګی په خپل دفتر کې له کلاشینکوف سره

امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټایمز په یوه اوږده راپور کې دا مسئله راپورته کړې ، چې دطالبانو دپرلپسې بریدونه له امله  په لوړپوړوافغان چارواکو څومره وارخطایي ګډه شوې ، او ترکومه حده دمرګ او ژوند  دامیدونو په کشمکش کې  ساه اخلي .

دورځپاڼې په باور دکرزي دحکومت لوپوړو چارواکو ته مرګ  لوردلوره په  کمین کې ناست دی ، نه یې په دفتر کې پریږدي ، نه په  سرک ، نه په هوا او نه هم په کور کې ، ددوی دمرګ لپاره مختلف وجوهات شته  ، لکه موټربمونه ، توغندوي بریدونه ، سرتیري عملیات او په دولتي ادارو مخامخ تعرضونه .

د ورځپاڼې په باور طالبانو په تیرو څو کلونو کې تراټکل ډیر دولتي چارواکي ، والیان ، رئیسان ، ولسوالان او او امنیه قومندانان له منځه وړي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي ، په دې لړ کې وروستۍ برید دکابل حکومت په یومطرح شخص اسدالله خالد وو چې نوموړی په کې مرګونی ټپي شو .

د ورځپاڼې په باور ددې چارواکو ترمنځ ځیني داسې طالع من هم شته چې دطالبانو له مکررو بریدونو ژوندي وتلي ، چې له دې جملې یوهم ګلاب منګل  دهلمند پخوانی والي دی چې طالبانو یې ۱۷ ځله دوژلو هڅه کړې خو بریالي شوي نه دي .

که پخوا به چارواکو یوازې  په ښار کې دګرځیدو په مهال دمرګ تصور کاوو او دخپل امنیت لپاره یې ډیر امنیتي کسان ګومارل او سرکونه به یې تړل مګر اوس  چارواکي په خپلو دفترو کې دننه هم په ارام نه دي ، له همدې امله خو دپروان دوالي بصیرسالنګي غوندې  ډیر چارواکي خپل دکار په میزپه ماشه سپور کلاشینکوف هم ورسره ساتي ، ترڅو دطالبانو له بریدونو ځان ورباندې وساتي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x