افغانستان

افغانستان د ۳۱۰ زره میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۸مه ۱۳۹۵ل): د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولین وايي چې افغانستان د ۳۱۰ زره میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.

د یاد وزارت مسوولینو د معلوماتو پر بنسټ اوسمهال په افغانستان کې ۱۴۰۰ میګاواټه برېښنا موجوده ده چې له منځه یې یواځې ۲۵ سلنه په افغانستان کې تولیدیږي.

افغانستان که څه هم په سیمه کې د برېښنا د تولید تر ټولو ډیر ظرفیت لري خو پر دې سربېره منځنۍ اسیا او ایران په واردتي برېښنا متکي دی.

د انرژۍ او اوبو وزارت سرچېنې وايي چې د دغه ۳۱۰زره میګاواټه برېښنا چې افغانستان یې د تولید ظرفیت لري، تر ۲۳زره زیات میګاواټه برېښنا د اوبو څخه، تر ۲۰۰زره میګاواټه برېښنا څخه زیات د لمر او تر ۶۸ زره څخه زیات میګاواټه برېښنا د بادي سرچېنو څخه توليد کېدلای شي.

په عین حال کې د اقتصادي چارو کارپوهانو په حکومت نېوکه کړې چې په افغانستان کې د برېښنا د تولید لپاره هېڅ واضح پلان نه لري.

د کابل پوهنتون کې د اقتصاد استاد سیدمسعود وايي چې په افغانستان کې د برېښنا د تولید سره افغانستان کولای شي چې میلیونه ډالر چې نورو هېوادونه ته یې ورکوي، د کور دننه مصرف کړي او همدا رنګه ډیرې پانګونې ته لاره هواریږي.

د اقتصادي چارو کارپوهان له حکومت غواړي چې په افغانستان کې د بندونو د جوړولو لپاره پانګونه وکړي.

خو د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند عبدالبصیر عظیمي وايي چې وزارت یې د برېښنا د تولید او مصرف لپاره درې کلنی پلان لري او د دغه پلان په عملي کېدو سره به د کورنیو سرچېنو څخه به برېښنا تولید شي.

اوسمهال ویل کیږي چې افغانستان ۱۱زره میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري خو د دغې اړتیا ډيره کمه برخه د کورنیو منابعو څخه تولیدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوی سرفراز

۳۱۰ زره میګا واټه ظرفیت لری خو ایران جمعه طالبان یی نه فریږدی چی جوړ شی

حکمتیار

ستا د عقیدی له مخی د مولوی سبیڅلیتا څخه لیری یاست ، په ګاونډی اسلامی هیوادو کی ډیر داسی څه شته مونږ کله هغه بند کړی ، چه هغوی به دا کار زمونږ سره کوی ، هو د هغو کرکو له امله چه ستاسی بادارانو زمونږ او د ګاوندی اسلامی هیوادو تر منځ زیږولی شاید ایران په دی بهانه چه د هلمند له سیند څخه به دوی استفاده وکړی ، که افغانستان کی ونه کارول شی ، مګر کله چه دغه سیند له کچکی څخه تیریږی تر ایران پوری شږی دی ، یعنی کله چه د ایران خاوری ته رسیږی… نور لوستل »

غوربندي

سرلوړی مولوی صیب تاسو ته سلامونه ستاسو قضاوت که سم هم ده ماته لنډ ښکاري، یعنی کوتاه نظري مو کړې ده. افغانستان خو 310 میګاواټه ظرفیت له بابا دمه لري کوم وخت چې طالبانو په تحریکي او وسلوال لحاظ وجود هم نه درلود. د زیربنایي پروژو انجام یوازې هغه مهال شونی ده چې ملي حاکمیت، خپلواکي، سوله او ثبات موجود وي، نو پس له کمونستي کودتا نیولي تر ننه پورې دور اړوند دا پوښتنه مطرح کول چې دا پروژې ولې نه شوې جوړې یا یې چا مخه ونیوله نه یوازې دا چې منطقي او عقلي نه دي بلکه ماته له… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x