افغانستان

مجاهد: دښمن د تسلیمۍ غولوونکې ډرامې جوړوي

طالبان تسلیمي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د کابل حکومت هغه ادعا په کلکه رد کړې چې ګواکې تیره ورځ په بغلان کې ۲۰ تنه طالبان د کابل حکومت ته تسلیم شوي دي.

تیره ورځ د بغلان ولایت د استخباراتو د ریاست مشر ډګروال عبدالحفیظ رسنیو ته ویلي وه چې په دې ولایت کې ۲۰ تنه طالبان د دوه قومندانانو په شمول د دیارلس میله سپکو وسلو سره دولت ته تسلیم شوي دي.

ډګروال عبدالحفیظ دا هم ویلي وه چې په تسلیم شوو، یا دده په وینا د سولې له بهیر سره په یو ځای شوو کسانو کې د طالبانو دوه مشران هم شامل دي چې ملاجان او سید محمد نومیږي.

خو نن ټکی آسیا ته په رالیږلې خبرپاڼه کې ښاغلي مجاهد ویلي چې دا کسان د طالبانو پورې هیڅ تړاو نه لري.

“دغو کسانو په سيمه کې داسلامی امارت دمجاهدينو پورې هيڅ اړه نه درلوده ، بلکې دنهرين په ولسوالۍ کې يو تن اربکي قومندان سيدمحمدچې دوه کاله پخوايې داربکيو يوه ډله جوړه کړې وه دکابل ادارې سړې وو چې ممکن دپيسو د ترلاسه کولو په موخه يې ځان مجاهد معرفي کړي او دا رازجعلي صحنه يې جوړه کړې وي”.

دا لومړی ځل نه دی چې د امریکایانو او د کابل حکومت له خوا د طالبانو د تسلیمۍ خبرونه ورکول کیږي، درې میاشتې مخکې د بادغیس ولایت چارواکو هم ادعا کړې وه چې د طالبانو یوه لس کسیزه ډله له دوی سره یوځای شوې ده، د روان میلادي کال د جولای په میاشت کې د ننګرهار چارواکو ادعا وکړه چې ۱۴ طالبان د سولې پروسې ته تسلیم شول، او په سپتمبر کې ئې د نورو ۲۴ طالبانو د تسلیمۍ خبر ورکړ، دغه راز د بلخ، کندهار، او کنړ ولایتي چارواکي هم په وخت د تسلیمیدونکو طالبانو راپورونه ورکوي، او همداسې د هر ولایت چارواکي په دې هڅه کې دي چې په خپل ولایت کې د سولې پروسه ګړندۍ وښيي.

خو د (آی ډبلیو پي آر) په یو راپور کې چې یوازې د ننګرهار د اوسیدونکو سره ئې د مرکو په مټ ترتیب کړی، راغلي چې عام خلک دا نه مني چې ګنې په ریښتیا هم طالبان د سولې پروسې ته تسلیميږي او اکثره خلک په دې نظر دي چې د سولې پروسې ته داسې کسان تسلیمیږي چې اصلا د طالبانو سره اړیکه نه لري.

که څه هم پخوا به دا ډول خبرونه د سولې د عالي شوری لپاره ډیر دلچسپ تمامیدل خو اوس داسې ښکاري چې د سولې عالي شوری ته هم دغسې نمایشي تسلیمي خوند نه ورکوي، تیره میاشت د سولې د شوری د دارالانشاء مشر معصوم ستانکزي وویل چې د سولې له پروسې سره په فرمایشي ډول د طالبانو یو ځای کیدل هیڅ ګټه نه لري.

نوموړي څه موده وړاندې ارزګان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې خبریالانو ته په خپلو څرګندونو کې په ښکاره ډول وویل چې: “د فرمایشي طالبانو د سولې له پروسې سره یوځای کیدل او بیا څو ورځې پرلپسې د ټلویزونو په پردو راښکاره کول هیڅ ګټه نه لري”.

تر اوسه پورې ۴۰۰۰ طالبان د دولتي چارواکو د احصائیو او ادعاوو له مخې د سولې پروسې ته تسلیم شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم دا ادعاوې “د کمزوري دښمن تبلیغات او پروپاګند” وګڼل، او دده په وینا، د کابل اداره غواړي په دا ډول غولونکو ډرامو باندې عامه ذهنیت بدل کړي.

د کتونکو په اند دا ډول ادعاوې به ښايي په افغانستان کې د میشتو خارجي عسکرو په هیوادونو کې د هغوی د ولسونو په منځ کې ښې انګازې ولري، خو د افغانستان ولس چې هر څه د سر په سترګو ویني به ئې په منلو کې د ډیر دقت څخه کار اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x