طالبانو په روزګان کې ۱۲ سرتیري ژوندي نېولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۸مه ۱۳۹۵ل): د روزګان ولایت څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې طالبانو د دهراود ولسوالۍ کې ۱۱ عسکر وژلي او ۱۲ نور يې ژوندي له ځانه سره بېولي.

سیمه ییز چارواکي او ځايي اوسیدونکي وايي طالبانو دغه برید په سوختي سيمه کې د شپې مهال د ملي اردو په يوه لويه قرارګاه کړی.

د زورګان د ولایتي شورا پخواني رییس او د دغې ولسوالۍ اوسیدونکی امان الله هوتکي ویلي چې طالبانو بېګا شپه د ملي اردو په قرارګاه برید کړی چې په ترڅ کې د ملي اردو ۱۱ سرتیري وژل شوي او ۱۲ نور یې طالبانو له ځان سره وړي دي.

د هوتکي په وینا وسله‌والو د برید پر مهال د یادې قرارګاه څخه وسلې او مهمات هم له ځانه سره وړي دي.

د دهراود ولسوال امین الله خالقي هم مني چې وسله والو طالبانو په سوختي سيمه کې د ملي اردو پر قرارګاه بريد کړی خو نوموړي د مرګ ژوبلي له يادونې ډډه کړې.

په عین حال کې طالبانو د یوې خبرپاڼې له لارې چې یوه کاپي یې نن ټکي آسيا ته هم را رسېدلې، د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی او ویلي يې دي چې د جګړې په پايله کې يې ۱۳ تنه سرتيري وژلي او ۱۸ نور یې ژوندي له ځانه سره وړي دي.

طالبانو ادعا کړې چې له قرارګاه یې يوه رېنجرموټر ، يو ايس پي جي ناين توپ ، ۳ وسط هاوانونه ، لس ثقيلان ، شل امريکايي ټوپکونه اونور ډول ډول مرمۍ او مهمات نېولي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د