
ترکيه : د پوليسو پر بس موټر چاودني درنه مرګ ژوبله اړولې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۸مه ۱۳۹۵ل):د ترکيې هيواد په استنبول کې د پوليسو پر موټريز کاروان چاودني درنه مرګ ژوبله اړولې .
انځورونه په پېښه کې د ترکيې پوليسو په نښه شوی بس موټر ويجاړ ښيې .
ترکي رسني وايي د استنبول د بايزيد سيمي څخه د پوليسو پر هغه کاروان د ريموټ کنټرول ماين چاودنه شوې چې له سيمي د تېرېدو په حال کې وو
ويل کيږي په پېښه کې د ۷ پوليسو په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي او ۳۶ تنه نور ژوبل شوي ، د ژوبل کسانو له جملې د دريو تنو حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی .
د اور وژني ګروپونه سيمي ته رسېدلي او د پېښي ښکار شوي زخميان د تداوي په موخه د امبولانسونو په مټ انتقاليږي .
چاودنه بايزيد سيمه کې د ګڼي ګوڼي په مهال د استنبول پوهنتون ته څېرمه شوې
د ياد بريد مسؤليت تر اوسه چا نه دی منلی خو وړاندي تر دې د ورته پېښو مسؤليتونه داعشي او کردي ډلو په غاړه اخيستي .