افغانستان

جمال اسماعیل: د سولې عالي شوری به هیڅ لاسته راوړنه ونلري

جمال اسماعیل

په دې وروستیو کې د کابل او واشنګټن حکومتونو یو ځل بیا هڅې او کوښښونه پیل کړي چې مخکې تر دې چې امریکایان او ناټو په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه ووځي، په هره ممکنه وسیله له طالبانو سره یو جوړجاړي ته ورسیږي. ددې هڅو وروستۍ کړۍ په روانه اونۍ کې د سولی د عالي شوری د هیئت اسلام اباد ته سفر وه.

خو د افغانستان د چارو کارپوهان د سولې شوری منډو ترړو ته چندان خوشبین نه دي. د الجزیرې تلویزون پخوانی خبریال او د افغانستان د چارو کارپوه جمال اسماعیل طمع نه لري چې ددې شوری سفر به کومه نتیجه ورکړي. نوموړی ټینګار کوي چې دا شوری به هیڅ کومه لاسته راوړنه ونلري. 

د پریس ټلویزون سره په یوه مرکه کې نوموړی زیاتوي:

“زه فکر نه کوم چې دغه شوری به کومه لاسته راړونه ولري، ځکه چې تر هر څه نه مخکې خپله ددې شوری په داخل کې ګڼ نظرونه موجود دي او ددې شوری غړي یو واحد نظر نه لري، همدا راز په دې شوری کې مختلفې ډلې ننوتلي، او د دې شوری کلیدي کسان په اصل کې له طالبانو سره د یوې ریښتیني سولې او جوړجاړي مخالف دي”.

ښاغلي جمال اسماعیل په افغانستان کې د امریکایانو د دایمو اډو په اړه هم څرګندونې وکړې او په دې برخه کې ئې د طالبانو موقف نه بدلیدونکی وباله او وئې ویل:

“زما د معلوماتو له مخې به طالبان هیڅکله دې ته تیار نه شي چې د بهرنیو ځواکونو د نظامي اډو لپاره د خپل هیواد د یو اینچ خاورې څخه هم تنازل وکړي”.

دا چې ولې طالبان تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم د امریکایانو ممکنه نظامي اډې نه مني، ښاغلي جمال اسماعیل ئې دلیل دا وباله چې د طالبانو په نزد نظامي اډې د دیني ارزښتونو او ملي مصالحو سره په ټکر کې دي.

نوموړي زیاته کړه:

“طالبان په دې نظر دي چې که چیرته مونږ د جهاد په دې اخیرنۍ مرحله کې د بهرنیو ځواکونو نظامي اډې ومنو نو تیر یوولس کلن جهاد به مو هیڅ معنی ونلري، د بهرنیو نظامي اډو منل زمونږ د دین سره په ټکر کې دي، زمونږ د عقائدو سره په ټکر کې دي، زمونږ جهادي اهداف په خطر کې اچوي، زمونږ افغان ولس په خطر کې اچوي او په پای کې زمونږ د ټولو ګاونډیانو په زیان تمامیږي”.

د افغانستان د دولت د سولې عالي شوری په دې وروستیو کې ډیر زور لګولی چې ددوی په وینا د پاکستان په مرسته طالبان دې ته حاضر کړي چې د امریکایانو نه علاوه د حامد کرزي له حکومت سره هم خبرو اترو ته حاضر شي. خو ناپیيلي کارپوهان وايي چې د سولې د عالي شوری دا هڅې به ځکه هوا په ډانګ وهل وي؛ چې طالبان په خپلو پریکړو کې آزاد او د هیڅ چا تر اثر او اغیز لاندې نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x