افغانستان

د کجکي بند هوکړه ليک له ترکي شرکت سره لاسليک شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۸مه ۱۳۹۵ل): په هرات ولايت کې د سلما بند تر پرانيستني وروسته دا دی نن سه شنبه د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت د هلمند ولايت د کجکي بند د برېښنا هوکړه ليک له يوه ترکي شرکت سره لاسليک کړ .

د ترکي ۷۷ شرکت رئيس وايي د يادي پروژې له ترسره کېدو وروسته به د هلمند سربېره کندهار او نور ولاياتونه هم له برېښنا نه برخمن شي .

د کجکي د برېښنا بند چې د هلمند پر سيند پروت دی دا مهال ۳۳ مېګاواټه برق توليدوي .

اټکل کيږي چې د کجکي بند تر پراختيا وروسته به ددې بند د برېښنا د توليد کچه ۱۵۰ مېګاواټ ته لوړه شي .

ويل کيږي تر پراختيا وروسته به د کجکي بند د يو مليارد متر مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفيت ولري .

د اوبو او برېښنا وزارت له ترکي ۷۷ شرکت سره ياد هوکړه ليک د جمهور رئيس اشرف غني په حضور کې لاسليک کړ .

د هلمند ولايت د کجکي د برېښنا بند د برق په توليد کې د سلماء بند دوه برابره وړتيا لري .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x