افغانستان

په پکتیکا کې دپژواک دزنداني خبریال عجیبه جرم

د پکتيکا پوليسو د والي په امر په دغه ولايت کې د پژواک او يوې سيمييزې راډيو خبريال له دې امله توقيف کړى و، چې د نا امنيو په اړه يې دوه راپورونه ورکړي دي.
د تېرې شنبې په ورځ (د تلې لومړۍ نېټه) په پکتيکا کې د پژواک خبري اژانس خبريال علي محمد نظري دوه راپورنه درلودل، چې په يوه کې يې روغتيايي ستونزې په ډاګه کړې وې.
نظري د پژواک ترڅنګ په دغه ولايت کې د ټولنې په نامه يوې سيمييزې راډيو سره هم کار کوي.

د دغه ولايت د عامې روغتيا رييس ويلي و، چې د امنيتي ستونزو له امله روغتيايي کارکوونکي لرې پرتو سيمو ته د تګ لپاره زړه نه ښه کوي.
دغه راز نوموړي بل راپور د پکتيکا په مرکز ښرنه او سرروضه ولسوالۍ کې د بېلابېلو پېښو له امله دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي وو، دوه ټپيان وو او په ښرنه کې د وسلوالو طالبانو له خوا د مامورينو د ښارګوټي د يوه کارګر د وژل کېدو په اړه جوړ کړى و.
د پژواک خبريال نظري وايي، چې وړمه شپه د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ جنايي کارکوونکي د ده د اوسېدو ځاى ته ورغلل او له ځان سره يې امنيې قوماندانۍ ته بوت.
د هغه په وينا، په امنيه قوماندانۍ کې د جنايي مدير شاه ولي سرروضه وال ورته وويل، چې والي محب الله صميم ورته امر کړى، چې دى بندي کړي او پوښتنې ګروېږنې ترې وکړي.
نوموړي زياته کړه، جنايي امر ترې وپوښتل، چې ولې يې د دوى له پخلي پرته امنيتي راپورونه خپاره کړي دي.
نظري وويل: ((ما ورته وويل، چې زه اسناد لرم، امنيتي خبر راته د امنيه قوماندانۍ وياند تاييد کړى او د روغتيايي ستونزو په اړه د عامې روغتيا رييس راسره مرکه کړې، خو هغوى دا نه منل.))
د ده په خبره، والي ته د جنايي امر د ده په مخکې ټيلېفون وکړ او ورته ويې ويل، چې له ده يې استعلامونه وکړل او اوس کولى شي، چې خوشى يې کړي؟ خو والي ورته وويل، چې نه بايد بندي شي.
نظري وايي، چې تېره ورځ غرمه مهال يې په دې شرط خوشى کړ، چې ضمانت خط به ورکوي، چې له دې وروسته به د نا امنيو راپورونه نه خپروي.
خو د هغه په وينا، ده تر اوسه دغه کار نه دى کړى او هر وخت له امنيه قوماندانۍ څخه ورته ټيلېفونونه راځي، چې بايد ضمانت خط ورکړي.
په پکتيکا کې د مېلمه راډيو د خپرونو مدير محمدالله همتيار د علي محمد نظري نيونه او بندي کول تاييدوي، دغه کار په سختو ټکو کې غندي او د بيان د ازادۍ پر وړاندې يې لويه ننګونه بولي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه ډول کارونه به د خبريالانو پر وړاندې لوى خنډونه جوړ کړي او هېڅکله به ونه شي کړاى، چې د پېښو ريښتينې حقايق خلکو ته وړاندې کړي.
نوموړي زياته کړه، په ښرنه کې پېښه، چې کارګر په کې وژل شوي وو، د سيمه ييزو پوليسو پر موټر چاودنه او د روغتيا په برخه کې ستونزې، ټولو ته جوتې دي او په دغو راپورونو کې هېڅ دروغ او د ژورنالېزم له معيارونو بهر څه نه دي ويل شوي.
د پکتيکا د امنيه قوماندانۍ جنايي مدير شاه ولي سرروضه وال پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته والي امر وکړ، چې دغه خبريال ونيسئ او دوى اړ وو، چې د والي امر ومني.
د هغه په وينا، ده له خبريال څخه پوښتنې او استعلامونه وکړل او وروسته يې بيا والي ته ټيلېفون وکړ، چې اوس کولاى شي خوشى يې کړي؟ خو والي ورته وويل، چې نه بايد بندي شي.
نوموړي زياته کړه: ((والي چې امر وکړي، نو زه نور څه کولى شم او والي اوس هم نه دى خبر، چې دا خبريال خوشى شوى دى.))
د ده په خبره، خو ده دغه خبريال بندي نه کړ او له ځان سره يې په دفتر کې وساته.
خو د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان پژواک اژانس ته وويل، چې علي محمد نظري بندي شوى نه دى، بلکې يواځې د امنيه قوماندانۍ له خوا غوښتل شوى و، چې توصيه ورته وکړي.
د هغه په وينا، علي محمد نظري څو ځلې داسې امنيتي راپورونه خپاره کړي، چې د امنيتي چارواکو او اړوند مسوولينو نظرونه يې نه دي په کې اخيستي.
نوموړي زياته کړه، چې له همدې امله امنيه قوماندانۍ نوموړى ور وغوښت، څو پوه شي، چې ايا اړوند مسوولين ورسره همکاري نه کوي او که بله څه ستونزه ده.
افغان وويل، چې نظري په امنيه قوماندانۍ کې شپه تېره کړې، خو بنديخانې ته نه دى اچول شوى.
د سوېلي اسيا د ازادو رسنيو ټولنې (سفما) د افغانستان د څانګې مشر ضيا بوميا د پکتيکا د والي له خوا ترسره شوى دغه کار د ټولو قوانينو خلاف عمل بولي او له مرکزي حکومت څخه غواړي، چې په دې اړه جدي ګام واخلي، څو سيمه ييزې واکمنۍ رامنځ ته نه شي.
د هغه په وينا، واليان بايد په خپله د څارنوال او امنيه قوماندان دنده پر غاړه وانه خلي او هر کار بايد په قانوني ډول ترسره کړي.
نوموړي زياته کړه: ((که دغه خبريال غير قانوني کار هم کړى واى، نو والي بايد د اطلاعاتو او کولتور رياست ته ويلي واى، هغه به وزارت ته ويل او وزارت به خبره د رسنيو د تخطيو کمېسيون ته وړاندې کوله او د هغوى له پرېکړې وروسته بيا څارنوالۍ ته معرفي کېده.))
د بوميا په خبره، پژواک خبري اژانس د ډېرو رسنيو لپاره د خبرونو سرچينه ده او له همدې امله چارواکي پرې ډېر پام او تمرکز کوي او هر وخت يې څاري.
د يادونې ده، چې تېره مياشت د اروزګان د والي له خوا هم په دغه دغه ولايت کې د پژواک خبريال ګواښل شوى و.
له دې مخکې په نورو ولايتونو کې هم دا ډول پېښې رامنځته شوې او خبريالان د سيمه ييزو چارواکو له خوا ګواښل شوي او بندي شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x