ټولنیزه برخه

د ګډ کار کولو هنر

سید سعید

ځیني کسان د ښه استعداد لرونکي وي،د ټوکو ټکالو ملکه او دحاضر ځوابۍ مهارت لري،خو ددې ټولو کمالونو سره سره په ټولنه،تنظیم او تحریک کي ځان نشي جذبولی،په بل عبارت همدغه ډول اشخاص په انفرادي راکړه ورکړه کي ښه بریالي وي،مګر د ګډ کار کولو هنر یې نه وي زده چي همدغه تشه یې دخدمت نه کولو لامل شي.

د هغوی دفکر برعکس چي ذهانت او لیاقت د ټولو لاسته راوړنو منبع ګڼي،د لیاقت تر څنګ د ګډ کار کولو هنر هم د ډیرو لاسته راوړنو او کارونو مصدر دی،مثلا لیدلي مو دي چي یو سړی ښه استعداد لري،د تعلیمي ادارې څخه یې په لوړو نمرو د فراغت اسناد ترلاسه کړي وي،زړه یې غواړي چي خدمت وکړي او دخدمت کولو ځایونه او چانسونه هم وي،مګر بیا هم بې کاره ګرځي،ولي؟ ستر علت یې دګډ کار کولو د تومني نشتوالی دی.

داسي کسان مو هم لیدلي دي چي د زده کړو بهیر یې د شخصي او ټولنیزو ستونزو له امله ټکنی شوی وي،مګر د ګډ کار کولو چل یې زده وي،چي له برکته یې په ټولنه کي مطرح شوي او په ټولنیز خدمت او تعامل کي تر ډیرو ذهینو او لایقو کسانو مخکي شوي دي.

کوم بااستعداده  کسان چي دټولنیز خدمت څخه پرڅنډه وي،یعني د اجتماعي کار حوصله یې کمزورې وي،پر نورو فرعي لاملونو سربیره اصل علت یې ښایې داوي چي همدغه ډول خلګ د زمان او مکان په مختلفو پړاونو کي خپل ځان ته د اولویت او لومړیتوب حق ورکوي،په ځینو مواردو کي دوی واقعا داولویت حق لري،خو په بعضي ځایونو کي بیا نور کسان تر دوی دلومړیتوب مستحق وي،دوی په مختلفو ځایونو کي له بیلابیلو خلګو داتمه لري چي تر نورو په درنه سترګه ورته وکتل شي،که د مشورې په کومه ناسته ور برابر شي نو هم خپلي خبري ورته دکاڼي کرښي او دنورو هغه بیا ورته د اوبو د سر لیکي ښکاري.

په دې ډول سوچ او عادت سره فاعل هم ځان او هم ټولني ته  زیان رسوي،هغه داسي چي د عالي استعداد سره سره به خلګو او ټولني ته د خیر رسولو موقع ترلاسه نه کړي،ټولنه او تنظیم چي بااستعداده او کمال داره غړو ته ضرورت لري،د وړ اشخاصو په نشتون کي به یې فعالیت ټکنی شي،چي همدا د ټولني زیان بیا د ټولو شریک دی.

همدغه ډول کسان ښایې  وروسته له مایوسۍ او رواني کشمکش سره مخ شي،له یو طرف څخه به له  ټولني ګیلمن وي او له بله اړخه به دوجدان په محکمه کي د خدمت نه کولو له درانه مسؤلیت څخه ځوریږي.ددې ناروغۍ دعلاج اسانه لار او موثره طریقه داده چي له تاویلي ماویلي تیر شو او عملي کار ته په اخلاص سره ترجیح او ادامه  ورکړو.

دکائیناتو د پالونکي او پنځونکي څښتن جل جلاله حکمت دی چي د نورو ژوو په څیر یې اشرف المخلوقات هم په مختلفو شکلونو او څرمونو کي دخپل قدرت د مظهر په توګه نندارې ته وړاندي کړی دی،همدا رنګه یې بني نوع د بیلابیلو صفاتو،عاداتو، وړتیاوو ا وځانګړتیاوو درلودونکی تر ټولو یو ښکلې  موجود پیدا کړی دی.

پر ځینو یې لدني علم  لورولی،چاته یې بیا د کسبي علومو دروازې پرانستي وي او په همدې کي یې بیا ځینو ته په عملي او بعضو ته نظري فنونو کي یو خاص مهارت اوملکه ورکړې وي،ځیني بیا داسي وي چي په نظري او عملي علومو کي ځلیدلي وي،خو دټولنیز ژوندانه په ځینو سکټورونو او فنونو کي بیا تر نورو وروسته وي،نو چاته چي خپله رایه هر څومره ښه ایسي، له نورو یې هرو مرو باید دمنلو غوښتنه ونه کړي،ځکه کیدلی شي چي دده په نظر او عمل کي به ځیني داسي خامیاني وي چي خپله یې  نشي حس کولی خو دټولني نور غړي به  یې بیا له لیري ویني.

داچي ګډ کار په ټولنه او تنظیم کي ترسره کیږي، دتنظیمي فعالیت او جهادي صف ښه او بد تر یوه کس پوري حصر نه وي،د نیمګړتیا زیان او د پیاوړتیا ګټه یې د ټولو وي،نو د ټولني او تحریک مشرتابه دخپل فعالیت د پرمختیا،پراختیا او پیاوړتیا په موخه اهل کسان باید په کار وګوماري،که څه هم ډیر امکانات وغواړي،ځکه د فعالو، مستعدو او مخلصو ملګرو په ملګرتیا سره له یوې خوا سخت او لوی کارونه په اسانه او ژر ترسره کیدلی شي او له بلي خوا په داخل او بهر کي ښه اغیز ښندي.

ولي باید ګډ کار کولو ته ځانونه چمتو کړو،ګټه یې څه ده،؟ ځکه د انفرادي کار مخه یو کمزوری شی هم نیولی شي،خو د ټولنیز فعالیت په وړاندي لوی تخریبي پروګرامونه او پروژې هم پام وړ موانع نشي ایجاد ولی،بل داچي په انفرادي حالت کی د یو وړوکي خنډ څخه تیر یدل ډير کار او وخت غواړي،اما د ګډ کار په مخکي کي  که کوم مشکل واقع شي مقابله ورسره اسانه وي او نسبتا په لږ مقاومت یې ټولنه له شر څخه په امن کیدلی شي.

د اجتماعي هلو ځلو پر موثریت او موفقیت د پخوانیو او معاصرو پوهانو اتفاق دی،نو په د ې موخه چي دین او وطن ته  ښه خدمت وکولی شو او په ځانګړې توګه جهادي چارو کي چي نسبتا تر نورو اجتماعي کارونو ګران عمل دی موفق اوسو، اړینه ده چي د علم د حاصلولو او د کمالونو او مهارتونو ترلاسه کولو ترڅنګ د ګډ کار کولو هنر هم زده او پیاوړی کړو.

.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x