
ډالۍ! فيض ځلاند
ډاکټر فيض محمد ځلاند
کېنه زړه کې ښکنځل خوله کې زه روژه یم
ټوله ورځ کرکه په زړه کې زه روژه یم
د دنیا حساب کتاب مې زړه کې ګرځي
په دعا کې په نمانزه کې زه روژه یم
په دې ښار کې چا د شر خېمه وهلي
خلک وایې پاچا ښه کې زه روژه یم
پټ د ګیډې وې اختر د ورځې پای کې
د ماښام په اذانه کې زه روژه یم
کرښې کاږم سمندر کې تږی ناست یم
د کیشتۍ سره په وره کې زه روژه یم
د ځلاند په زړه د یار غمونه ډیر ښه
په جانان دې خدای څه نه کې زه روژه یم