شعـــــرونه

غزل: عبدالله ريحان

عبدالله ريحان

درنه ځارمو کړلې وينې ازادۍ

ستا په طمعه یو مؤ منې ازادۍ

دتیارو غیــږې ته سپینه رڼا رواړه

ای خـپلواکې نازنـیـنـې ازادۍ

تل مو زړو کې دغمونو کډې اوسـي

هوس نه لرو غمګـیـــنې ازادۍ

منصوري جذبـې مو دار ته لبــیک وایي

ارادې مو شـوې حـقبـیـنې ازادۍ

بیا دوخت دکبرجـنو غرور مات که

شه کـفاروته مرګـونـې ازادۍ

ازادۍ نور مو دا ستړې ژوند هوسا کړه

یو ځل راشه ګلوریـنې ازادۍ

زه ریحان به یې دستا غاړې ته هار کړم

خپـلې اوښکې سپـینې سپـینـې ازادۍ

عبدالله ریحان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x