افغانستان

دتیري جونز فلم دامریکا په خلاف نړیوال قهر راپارولی

په صنعا کې امریکایي سفارت دمظاهرچیانو تربرید لاندې

دامریکایي پادري تیري جونز هغه فلم چې اسلام او پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته یې په کې سپکاوی کړی دی ، په ډیرو اسلامي ممالکو کې دامریکا په خلاف سخت ولسي احساسات راپارولي دي .

تیره ورځ په لیبیا کې  معترضینو امریکایي سفیر او دهغه دری تنه نور همکاران په خورا عبرتناک ډول ووژل شول ، دامریکایي سفیر کوم انځورونه چې په ا نټرنټ پاڼو خپاره شوي ، ښیي چې نوموړی له وژلو وړاندې سخت وهل شوی او ډبل شوی دی  ، په دې سربیره  تیره ورځ په مصر او همدانن پنجشنبه دیمن په صنعاء کې اسلامي  معترضینو په امریکایي سفارتونو بریدونه وکړل .

په قاهره کې  مظاهره چیانو دامریکا په سفارت ځوړند امریکایي بیرغ چې له وړاندې دسبتمبر دیوولسمې دویر له امله نیم ځوړند وو ، وسوزاوو او په ځای یې بل  بیرغ چې دتوحید کلیمه ورباندې لیکل شوی ده په امریکایي سفارت ورپاوو .

دمصر ولسمشر دکتور مرسي دامریکایي توهین امیز فلم  په اړه په خپل غبرګون کې وویل چې نبوي  حرمت زموږ لپاره ( سورخط ) دی ، چې په وړاندې به یې هیڅ ډول جزئي تعرض هم ونه زغمو ، دمصر سترګوند اخوان المسلمین سبا جمعه  په قاهره کې دامریکا په وړاندې دنفرت څرګندولو ستره مظاهره راغوښتي چې ښایي په لسګونو زره خلک په کې ګډون وکړي .

په مصر کې نن پنجشنبه هم کرۍ ورځ مظاهرې روانې وې ، او مظاهره کوونکي څو ځله له پولیسو سره چې اوښلن ګازونه او ربړي مرمۍ یې کارولې ونښتل ،ر اپورونه وایي  چې په ننیو مظاهرو کې ۱۳ تنه مصریان ټپیان شوي دي .

له بلې خوا همدانن پنجشنبه  دیمن په پلازمینه صنعا کې  مسلمانو ځوانانو په امریکایي سفارت هجوم وروړی ، سره له دې چې  دیمن حکومتي ځواکونه دامریکایي ديپلوماتانو په ساتلو توانیدلي خو دوه موټر سوزیدلي اودسفارت ځینو برخو ته زیان رسیدلی دی .

له بلې خوا په ایران کې نن سلګونو تنو دسویس دسفارت په وړاندې یوه قهرجن لاریون ترسره کړ، دسویس سفارت چې دایران او امریکا ترمنځ داړیکو یوازینی  کانال بلل کیږي ، مظاهره کوونکو یې په وړاندې  د ( مرګ به امریکا ) شعارونه ورکړل .

په دې سربیره د رسنیو دراپورونو له مخې په عراق ، مراکش ، سوډان  او تونس کې   هم نن پنجشنبه دامریکا په خلاف  دمظاهرو لړۍ پیل شوې ده ، په افغانستان کې دامریکا په خلاف دمظاهرو دورته لړۍ دپیل له ویرې حکومت په یوټیوب  انټرنيټي کانال بندیز لګولی ، ترڅو دهغې توهین آمیز فلم  د لیدل کیدو مخه ونیول  شي ، چې دغه اعتراضونه یې راپارولي دي  ، حامد کرزي  له همدې ویرې ناروې ته خپل سفر وروسته له  هغه وځنډاوو چې په یاده موضوع یې له بارک اوباما سره تیلفوني خبرې وکړې .

سبا چې دجمعې مبارکه ورځ ده ، تمه ده چې داسلامي نړۍ په ډيرو هیوادونو کې به دامریکا په خلاف  لاریونونه  او مظاهرې ترسره شي  ، کتونکي باور لري چې  تیري جونز دفلم په وړاندې  دمسلمانانو عکس العمل  امریکایي سیاسیون لړزولي دي ، بارک اوباما نن  داسلامي هیوادونو له ډیرو مشرانو سره تیلفوني خبرې کړي دي ، دغه راز یې  دامریکایي تاسیساتو دخوندي کولو لپاره  داقداماتو غږ کړی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x