نظــر

«د مينې چيغې واورئ»

جانان خدرخېل

د ځمکې پر مخ لومړی وحشت انسان پیل کړی دی، کله چې قابیل پورته شو او خپل ورور هابیل یې وواژه نو له هماغه وخته د انسان لخوا د بل انسان وژل شروع شول او لا روان دي.

وحشت که د هرچا له خوا وي؛ کافر یې کوي او که مسلمان خو موږ باید وحشت ته وحشت ووایو، زموږ هېواد نږدې څلور لسیزې د رنګ رنګ وحشتونو ښکار دی، تورو او سپینو، خپلو او پردیو پکې زړونه یخ او تش کړل، موږ هم تقریباً ورسره عادت شولو یوه ورځ وژاړو دومه ورځ خاندو، اوله ورځ یې وغندو او بله ورځ مو هېر وي.

لرې نه ځم او نه لیکنه اوږدوم، لنډ راګرځم وروستیو دوو پېښو ته چې یوه یې د اباسین ځاځي اختطاف او په شهادت رسول و او بله یې د لیکوالې او شاعرې ‹‹آغلې مینه انتظار›› د کشرې خورکۍ (لیلا) اختطاف او په شهادت رسول و، دا دواړه پېښې یو ډول وې خو دومره توپیر یې و چې اباسین هلک و، د یوه مالداره سړي زوی و او د پیسو ترلاسه کولو لپاره اختطاف شوی و. او لیلا نجلۍ وه، غریبه وه، د یوې شاعرې خور وه، ښوونځي ته پر لاره وه او د نامعلوم هدف لپاره وتښتول شوه او بلآخره په شهادت ورسول شوه.

رابه شو لومړۍ پېښې ته.!
واقعیت دی چې اباسین مظلوم و، بې ګناه و، معصوم و، د نهه خویندو یوازینی ورور و او په ډېر ظلم او وحشت سره په شهادت ورسېد؛ خو لکه څنګه چې لازم و هماغسې یې قتل وغندل شو او دومره بدرګه شو چې په ډېر کم وخت کې یې تښتونکي او وژونکي د دولت لخوا ونیول شول، دا چې سزا به ورکړل شي او که نه!؟
دا پوښتنه به راتلونکی وخت ځواب کړي، خو تر اوسه هم ولس او په ځانګړې توګه لیکوالان اباسین نه هېروي او له دولته غواړي چې قاتلان یې په اشد مجازات (اعدام) محکوم کړي او دا یو نېک کار دی.

دوهمه پېښه.!

دا یو تریخ حقیقت دی چې اباسین غوړ (د مالدار سړي زوی) و، تر ما پورې هر یوه ورباندې اوښکې وڅڅولې خو…..

شهیده لیلا وتښتول شوه، ووژل شوه، خاورو ته وسپارل شوه، قاتلان یې معلوم دي، خو نه له مینې انتظار پرته چا ورباندې وژړل، نه ورته د عدالت غوښتنه وشوه او نه یې قاتلین ونیول شول.

دولت او ولس به پر ځای پرېږدم، را به شو خواله رسنیو ته؛ دلته هم چا د مینې چیغه وانه ورېدله او نه یې د هغې په حق کې ږغ پورته کړ؛ لامل یې شاید دا و چې مینه یوه عادي شاعره او لیکواله ده، مینه له یوې غریبې او بېچاره کورنۍ سره تړاو لري، مینه د کوم والي، وزیر او یا وکیل له خپلوانو څخه نه ده چې د هغې ږغ دې تر هرې خوا ورسېږي.

ما چې تر خپله وسه د آغلې انتظار خورکۍ په حق کې ږغ پورته کړی دی نو تر شلو زیاتو ملګرو په شخصي پیغام کې راته ویلي دي چې:

ته له مینه سره کومه اړیکه لرې؟! هغه څه پېژنې!؟ ستا څه کېږي!؟ او ستا یې په هغې څه!؟

ما لکه څنګه چې هغوی ته ویلي دغسې تاسې ته هم وایم چې: مینه دیوې شاعرې تر صفت پورته نه پېژنم، له درې کالو را پدېخوا په فیسبوک کې ورسره ملګری یم، دومره خبر یم چې د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې ده او في الحال په کندهار ښار کې اوسي، په دې هم خبر نه وم چې مینه کومه خورکۍ هم لري، د لیلا تر شهادت وروسته خبر شوم. کوم یو ورور یې دولتي سرتېری هم دی خو زه لا په دې نه یم خبر چې د مینې څو وروڼه دي.

که مینه انتظار د کوم ټلویزیون، یا راډیو خبریاله وای، که مینې په هر تلویزون کې سرې شونډې او له خندا ډکه خوله ښکاره کولی، که مینې تورې زلفې د نغمې په څېر هر چېرته یو خوا بلخوا غورځولی، که مینې زموږ له شعرونو څخه یو شوخ بیت انتخاب او بېرته په تبصره کې پرېښودلی، که مینې د خندا او سترګک سټیکر په ریپلې کې لګولی او که مینې د ډېرو نورو نجونو په څېر له هرچا سره خندلی او اړیکه لرلی نو نن به یې ږغ دومره خپ او ټیټ نه و پاتې، نن به هر یوه تر خپله وسه د هغې په حق کې چیغه پورته کولای او هغې ته به یې عدالت غوښت؛ چې دا زموږ ځینو نارینه و پست فطرتي په ګوته کوي.

خو مینه یوه پښتنه، حیاناکه او په پرده کې نغښتې مېرمن ده نو ځکه یې تش په نامه لیکوالان هم چندان په کیسه کې نه دي.

‹‹فرض کړئ یوه ځوانه خور مو ده، مېړه یې ندی کړی او لا پېغله ده، ۲۳ کاله عمر لري، د یوولسم ټولګي زده کوونکې ده، ښوونځي ته د تلو لپاره له کوره ووته، تر یو څه مزل وروسته وتښتول شوه، تاسې غرمه ۱۲ بجې او ۳۰ دقیقې انتظار یاست چې اوس به مو لیلا نومې خورکۍ راځي، خو هغه رامعلومه نشي، تاسې وارخطا ورپسې ګرځئ، دا سرګرداني مو تر دولس ورځو اوږده شي، په دولسمه ورځ خبر شئ چې خور مو وژل شوې ده، مړی یې په ریګو کې اچول شوی او غوښې یې حیواناتو خوړلي دي، په څوارلسمه ورځ مو د پېغلې خورکۍ د جسد یوازې هډونه په لاس درشي او هغه هم تک تور…..

په جنازه کې یې درسره ۲۴ او فاتحه کې ۱۹ کسان ګډون وکړي، دښمن مو معلوم وي، قاتل مو سرې سترګې ګرځي، چیغې مو څوک نه اوري او حتا ملاتړ مو هم څوک نه کوي.

سرونه ګرېوان ته کښته کړئ، وجدان مو قاضي کړئ او د الله جل جلاله لپاره ووایئ چې څه احساس به کوئ او ضمیر به مو څه درته وایي››

دلته د ښځې او نر لپاره د مساوې حقوقو غوښتونکي هم درواغجن دي؛ کومه دي مساوې حقونه!؟ همدا مساوې حقوق دي چې په اباسین ژاړه او د لیلا په کیسه کې مه اوسه!؟ د اباسین قاتلانو ته د اعدام غوښتنه کوه او یوې شهیدې نجلۍ له خور سره حتا غمرازي هم مه کوه!؟

مینې د کندهار اوونیزې په نوم یوه مجله چاپوله چې له څو پرله پسې ګڼو وروسته د دولت له لوري بنده شوه، هغه ځکه بنده شوه چې د فلمي سټارانو، نیم لغړو نجونو عکسونه او دولتي درواغو ته پکې ځای نه و. کندهار اوونیزې یوازې سپورتي خبرونه، دیني معلومات او نور مهم شیان خپرول خو د دولت فرمایش او د لوچکو ځوانانو خواهشاتو ته پکې ځای نه و نو ځکه په نیمی لار کې وتړل سوه.

آغلې مینه انتظار خورکۍ دوه کاله وړاندې هم له یوې لویې ستونزې سره لاس او ګرېوان وه؛ هغه وخت عبدالودود سرحدي (جاجو) د نوموړې پر کور د شپې لخوا تعروض کړی و، له کوره یې غلا کړې وه، وهل او ټکول یې کړي او حتا د مینې د سپین سرې مور لاس یې ورمات کړی و خو هغه وخت هم هیچا د مینې ږغ وانه ورېده چې بالآخره جاجو د طالبانو په یوه سرتېري برید کې له منځه ولاړ او هر څه ختم سول.

زه وایم مینه په لوی لاس مه طالباني کوئ، د هغې د حق ناره ورسره بدرګه کړئ او مه پرېږدئ چې دا لیکواله خورکۍ مو په یو طرف کې واقع سي؛ د هغې د خور قاتلان مالوم دي، یو یې په مسینجر اخطارونه ورکوي او بل یې ګرده ورځ په فیسبوک کې له جنرال رازق سره یو ځای کښلي عکسونه پورته کوي.

په کندهار کې وچه بد ماشي روانه ده خو دا بدماشان نور کندهار نسي زغملی، کندهار د زمرو وطن دی او د ګیدړانو عمر پکې کم وي، موږ له چارواکو حق غواړو او داسې حق چې قاتل پکې په دار شي.

که داسې نشي نو مینه مجبوریږي د خپلې خور د قصاص لپاره بل در ته پناه یوسي او یا له بل چا مرسته وغواړي. تېر ځل چې په جاجو برید وسو هغه وخت ځیني کرایي لیکوالانو وویل چې مینې انتظار اویا غلمانانو ته ځان ورساوه، دا ښکاره د یوې پښتنې او افغانې خور په حق کې زیاتی، سپین سترګي، ظلم او سپکاوی دی، داسې سپکاوي دې نور نه کېږي، که دوی ریښتیاهم نر او ښځې ته یو رنګ حقوق غواړي نو د لیلا کیسه دې د اباسین له هغې سره یو ځای پر مخ یوسي.

دا چې د مینې ورور برحال سرتېری دی او عملا په دولت کې ونډه لري خو زه لاهم نه پوهېږم چې له مینې انتظار څخه د څه شي انتقام اخیستل کېږي!؟

۱۳۹۵/۳/۱۸

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x