شعـــــرونه

رمضان: بشير وصال

بشير وصال

رحمت راوړه مغفرت اونجات راوړه
روژي مونږ ته داسی څو برکات راوړه

تراویح اوتلاوت نفلي لمنځونه
رانه واخله عبثیات تسبیحات راوړه

ستړی ستړی غمځپلی مو کال تیرشو
ته دمینی اخوت انعامت راوړه

ته موشینده غفران پر زړونو لپي
دالله له لوري ښکلی سوغات راوړه

چي داستا ترڅنګ اداشي ټول فرضونه
جهاد لمونځ اوهم حج وتلی زکات راوړه

مؤمنان دي په راتلو خوشال خوشال دي
دوصال میاشت سه ښائسته روژه مات راوړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x