افغانستان

ذبیح الله مجاهد:موږ ددغو شهزادګانو له نيکو سره هم ډغرې وهلی او مات کړي مو دي

زموږ پيغام دبريتانيا ولس او خلکوته داده چې  دوی باید نور زموږ له هيواده  هرڅه ژر ووځي .

 

دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له ډيلي ټيليګراف ورځپاڼې سره په مرکه کې : لومړۍ پوښتنه :  نن د وږي په ١٧مه د انګلستان شهزاده  هلمند ولايت ته له بريتانوي سرتېرو سره يوځاى د طالبانو پر وړاندې د مبارزې په موخه راغلى ، ايا په دې راتګ تاسو خبر ياست که څنګه او دده د راتګ په اړه ستاسو نظر څه دى؟

ځواب ــ هو د بريتانيا دشهزاده دراتګ په اړه موږ ته راپورونه رسيدلي ، او راتګ يې هم صرف سمبوليکه بڼه لري .

دويمه پوښتنه : شپږ مياشتې مخکې هلمند ته ددغه شهزاده د راتګ خبر ورکړل شوى و او دا دى نن راغى ايا طالبان ددغه شهزاده د له منځه وړلو لپاره به کوم ځانګړي تکتيکي بريدونه وکاروي او که د نورو برتانوي سرتېرو په څېر به ورباندې بريدونه وشي ؟

ځواب ــ زموږ هر اقدام په سنجول شوو  او محرموپلانونو ولاړوي ، نو زه نشم کولای دلته مخکې له وخته تاسو ته جزئيات درکړم .

درېيمه پوښتنه :  طالبان ددغه شهزاده د راتګ په ځانګړې موخې څومره پوهيږي ، چې هغه په دومره نړۍ کې ولې افغانستان او په ځانګړې توګه  بيا هلمند وټاکه .

که طالبان وتوانيږي ، چې دغه شهزاده د خپلو بريدونو په ترڅ کې له منځه يوسي ، دا به د طالبانو لپاره څه ډول بريا وي او بهرنيان به د طالبانو قوت ته په کومه سترګه وګوري ؟

ځواب ـــ تاسو پوهيږئ چې په افغانستان کې جګړه نور غربي ولسونوته کاملا يوه ستړيکيدونکي جګړه ګرځيدلی ، په همدې اساس په بريتانیاکې ددغې ناروا جګړې په اړه منفي ذهنيت په خورا لوړه کچه کې قرار لري ، همدا راز دلته په افغانستان کې بريتانوي عسکر د ډير سخت  روحي فشار سره لاس اوګريوان دي  ، اوس بريتانوی  حکومت او (M,I,6) غواړي  دغه ناروا او بې ګټې ماموريت  ته  اهميت ورکړي نو په داسي ګامونو لاس پورې کوي ، ترڅو خپلو خلکوته ووايي چې دغه ده شاهي کورني هم ددغه ماموريت نه دومره جدي ملاتړ کوي او خلک بايد په دې اړه خپله نارضايتي لږ کمه کړي ، ورسره دلته خپلو عسکرو ته هم دلنډې مودې مورال او آکسيجن ورکوي ترڅو په عامه توګه په ځان وژنه پيل ونکړي او بل مصيبت ورته پيدانکړي، همداراز زموږ په نظر افغانستان او بیا دهلمند غوندې یوې جنګي سیمې ته دشهزاده ددې سفر  دپلانولو یوه بله وجه شاید دا وي ، چې په دې وروستیو کې دهمدې شهزاده خورا فاحش او متوحش انځورونه درسنیو لخوا خپاره شول ، چې له امله یې نه یوازې دبرتانیا شاهی کورنۍ بې آبه شوه ، بلکې برتانوی حکومت او اولس هم ورسره اغیزمن شو ، برتانویان چې هرکال په میلیونونو پونډونه ددې کورنۍ دامنیت ساتلو او شخصي ژوند دمصارفو لپاره مالیه ورکوي ، شاهي کورنۍ ورته په عوض کې یوازې همدا شرمندګي وګټله همدارنګه باید ووایو  چي په ټوله نړئ کې اوس دا ډول شاهي کورنئ او دحکومت له لوري په هغو با ندي بي ځایه مصرفونه یو داوږو بار بلل کیږي او نور یې او لسونه نشي بردا شت کولا ی نو او س شهزاده غو اړي چي داو لس د قنا عت  او دخپلې کورنۍ دپریوتي اعتبار دجبیرې لپاره ځان په نظا مي ډګر کر کې هم ښکاره کړي ، موږ ته دغه ګام هسې يو نما یشي حرکت ښکاري چې کومه مثبته او منتجه پايله به ورته ونلري ، بلخوايي هلمند ځکه غوره کړ چې اوس بريتانوي ځواکونه ډيری په هلمند کې اوسيږي  او هلته دوي دځان لپاره لوي او ددوي په باور لږ مصئونه مرکز يا اډه لري نو دشهزاده لپاره دامنيتي انديښينو اوپه بل ځای کې دنه اطمنان په وجه هلمند غوره شوي ، بل پلو طالبانو خپله وړتيا او قوت دا يولس کاله دښمن ته  په مختلفومحاذونو کې په ډاګه کړی ، نور که دښمن لا هم زموږ وړتيا او قوت نه مني دايې خپله ناپوهي ده ، موږ دخپلې وړتيا په اړه دښمن خورا زيات  پيغامونه ورکړي خصوصا بريتانياته خو له یونیم سلوکلونو راپه دې خوا موږ خپل زور ورښودلی چې زه فکر کوم بس به وي اوشهزاده کوم ځانګړی نظامي حیثیت هم نلري   .

څلورمه پوښتنه : په داسې حال کې چې د امريکا په ګډون د ناټو غړي هېوادونه له افغانستان څخه د پښو د سپکولو په لټه کې دي ، ددې شهزاده راتګ په داسې شرايطو څه پيغام لري ؟

ځواب ــ ددغه شهزاده دراتګ هدف خپل ولس لږ نورهم غافله کول او دلته په افغانستان کې ماتې خوړلو عسکر ته لږ روحيه ورکول دي چې څو وشي کړای دخپلې تيښتې تر نيټې ځان ورسوي ، بريتانیا چې دلته  دخپلو زرګونو عسکرو په وجود کې څه ونشو کړای په يو شهزاده به څه وکړي  بل لکه مخکې چي مي وویل په ټوله نړئ کې اوس دا ډول شاهي کورنئ او دحکومت له لوري په هغو با ندي بي ځایه مصرفونه یو داو ږو بار بلل کیږي او نور یې او لسو نه نشي بر دا شت کولا ی نو او س شهزاده غو اړي چي داو لس د قنا عت لپاره ځان په نظا مي ډګر کر کې هم ښکاره کړي ؟

پنځمه پوښتنه : څه فکر کوئ ، چې ياد شهزاده به د برتانويانو له مرکز څخه بهر ووځي او د طالبانو پر ضد به په عملياتو کې ونډه واخلي او که به دا هسې نمايشي راتګ وي ؟

ځواب ــ نه موږ په پوره باور سره ويلای شوو چې نوموړي شهزاده ته به دبريتانوي  نظامې اډې نه يوګام هم چيرته بهر دتګ اجازه ورنکړل شي  ، بلکی لکه مخکې مو چې وويل د شهزاده راتګ صرف نمايشي حرکت ده البته کیدای شي چي دخپلو تلویزونونو په پر دو د ښکاره کیدلو لپاره دننه په اډه کې یا په بل کوم خو ندي ځای کې څه نما یشي او مصنو عي حر کا ت وکړي .

شپږمه پوښتنه : تاسو انګلستان او په ځانګړي توګه دغه راغلي شهزاده او د هغه کورنۍ  ته څه پيغام لرئ ؟

ځواب ــ زموږ پيغام دبريتانيا ولس او خلکوته داده چې  دوی باید نور زموږ له هيواده  هرڅه ژر ووځي ، زموږ ملت او خلک پريږدې چې دخپلو معتقداتواو ملي ګټو  سره سم ځان ته نظام او هیواد ولري ،  افغانان په دوی پسي دبريدلپاره ددوی هیواد ته ندي ور غلي  بلکي بريد تل بهرنيو استکباري قوتونو په موږ کړې چې موږ يې بيا مقابلې او مقاومت ته اړکړي يو چې په پايله کې ترټولو بدي پايلی هم ديرغلګرو په نصیب شوي دي ، بناء که بريتانوی ولس او خلک غواړي ځان نور ددغې بي مفهومه او بې ګټې جګړې له دروند پيټې خلاص کړي  نو دشهزادګانو د را استولو پرځای بايد خپل ځپل شوي عسکر خپل ملک او کورونو ته واستوي هغه مصرف چي د شهزا ده په سفر یې کوي په بي وزلانو دي وکړي .

اوومه پوښتنه : که تاسو ته د شهزاده د پرواز چورلکه معلومه شي ايا تاسو داسې مډرنه وسله لرئ ، چې هغه پر په نښه کړئ او له منځه يې يوسئ ؟

په دې اړه  دنظامي محرماتو په وجه زه هيڅ ويل نه غواړم .

 د شهزاده راتګ به د طالبانو په روحيه څه اغېز ولري ؟

ځواب ــ موږ ددغو شهزادګانو له نيکو سره هم ډغرې وهلی او مات کړي مو دي ، او دبريتانيا په ګډون له ۴۹  هغو هيوادونو سره هم پنجه نرموو چې په خورا پرمختللو وسلواو تکنالوژي سمبال دي ، ددغو ټولو موجوديت زموږ په مورال هيڅ اغيز نلري  نو يو شهزادګکی به څه وکړي چې زموږ په مورال تأثير پريباسي ؟

که په پاى کې  څه نور ويل غواړئ کولى شئ چې ويې ليکئ .

مننه کوم ، نور څه ویلوته ندي پاتې شوي ،په دې اړه مو ټولې اړينې خبرې وکړي ،  ذبيح الله مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x