شعـــــرونه

نعت شريف: عزيز الله حسيني

عزيزالله حسيني

له خولى مى چې ديارهره خبره راتويږي
هر تورى لکه سفينه ملغلره راتويږي

په خونديي نه مړيږم دخوږو خوږو الفاظو
له شونډو يي خبر لکه شکره راتويږي

جهان دى، ټول لوګى شي ښکلى مخ دمحمدته
نظر يي د عينينو له کوثره راتو يږى

شغلى يي له ښايسته نورانى مخ چى پورته کيږى
ښکاريږى لکه واوره چې له بره راتو يږي

سپوږمۍ هم له جماله دحبيب څخه شرميږې
ټوټه ټوټه يي روى ته منوره راتويږي

اقوالو اوافعالو کى يي پروت عجيب تاثيرده
حکمت يي په کلام کى له ممبره راتويږى

په خوب کى چى دى ووينم يوځل حسينى ياره
په دى ارمان مى اوښکه له بصره راتويږى

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close