
غزل: محمدالله تبسم
محمدالله تبسم دينارخېل
د ذات خبره وه تر ځانه مې حصاره نه کړه
د افلاطون دوی قافله خو چا بیداره نه کړه
ستا د پل نښه په خپل پل له لارې نه ړنګوم
ها چې ستا لاره وه، هغه ګوره ما لاره نه کړه
د یا، یا چغه ده که زه له استغراقه بهر
د دهر غمه! تا یوه چغه قلاره نه کړه
د ټیټ سرۍ معنی اوس خلک تعزیت نه مني
ما له همدې وجې سجده درته نګاره نه کړه
نور څومره ښه شمه؟ د زغم حد خو همدغه وی نو
د ښار په ګڼه کې مې نن ګوره بغاره نه کړه