
روژه د انسانيت روزنې مدرسه
احمدالله احمدزی
روژه د راتلونکي ژوند د تياري او انسانيت روزنې لپاره تر ټولو مهمه مدرسه ده او الله تعالی پر مسلمانانو دا لورينه کړې، چې هر کال پرې دغسې تمريني موده تازه کوي.
روژه د ايماني ځواک، نورانۍ طاقت، د بشري نفسونو د تربيې او تمرين، خپلو اعمالو او فکر کې د مثبت بدلون د پياوړتيا مدرسه ده.
روژه کې د لوږې تندې زغملو تر څنګ، د عباداتو، يو بل سره د همکارۍ، د بې وزلو له حاله د خبرېدو، د قرانکريم، تلاوت، پوهه او عمل تر ټولو زرين چانس مسلمانانو ته په لاس ورځي او مسلمانان بايد دغه تمريني موده په خپل راتلونکي ژوند کې په ښه توګه عملي کړي.
مسلمان بايد په خپل عمل د اسلام عملي نمونه شي او د روژې په برکت بايد د نړۍ په ټولو ولسونو کې د پرمختګ او ښېرازۍ لپاره کار وکړي.
مسلمانان روژه د قوي ايمان، صبر، قوي هوډ او پر الله تعالی د بشپړ باور له امله نيسي او که دغه څو مهمې خبرې مو له روژې پرته هم په خپل ځان او ټولنه عملي کړې، نو دنيا او اخرت دواړه به مو روښانه وي.
روژه، چې څرنګه د اخرت د بريا، خلاصون او ثواب په نيت نيول کيږي، همدا رنګه د اسلامي امت د فرد، کورنۍ او ټولنې د تربيې او جوړښت يوه ښکلې نمونه هم ده.
په روژه کې د ښه مسلمان، ښه سړيتوب، د ښې مور، ښې ښځې، ښه ځوان او ښه ماشوم د نمونې د جوړېدو هڅه کيږي او که لږ فکر وکړو، نو مسلمان سړی په روژه کې په خپله کورنۍ، دوستانو او خپلوانو د سخا او خيرات مهرباني کوي، مسلمانه مور او ښځه بيا کور کې د پخلي، ګاونډيو سره د خيرخيرات او تکليف ګاللو کې د نور وخت په پرتله ډېرې ستړې ګالي او که دغه هڅې له روژې پرته هم دوام وکړي، نو زموږ ټولنه د مثبت بدلون او پرمختګ پر لور ګام اخلي، له ټولنې مو بد بيني، ستونزې ضد او کړاوونه ورکيږي او موږ ټول په ګډه د يوې ښې ټولنې د غړو په توګه ډېر څه کولای شو.
د پورتنۍ خبرې لپاره بايد وويل شي، چې الله تعالی د روژې په مبارکه مياشت کې قرانکريم نازل کړی او قرانکريم د دنيا او اخرت د بريا ضامن کتاب دی، مګر د هغه چا لپاره چې ايمان يې پرې راوړی وي، ځان پرې پوهه کړي، عمل پرې وکړي او د قرانکريم د حاکميت لپاره ځان ستړی کړي.
د هجرت په دوهم کال د اسلامي امت لومړنۍ «بدر» فتحې په ګډون مسلمانانو ډېرې برياوې او فتحې تر لاسه کړي او لامل يې د روژې په برکت د اسلامي امت د مشرانو تربيه او روزنه ده.
د روژې د فتوحاتو په اړه د استاد نبراس الحق عزيز پرله پسې ليکنې په لوستو ارزي.
روژه د مسلمان راتلونکي ژوند کې د بدلون او اصلاح مياشت ده او د دې لپاره بايد موږ پر هغه چا ملنډې ونه وهو،
چې له روژې پرته له نېکو اعمالو، عبادتونو او تلاوت سره يې اړيکه نه وي، بلکې دغسې کسان بايد نور هم تشويق شي.
روژه کې بايد د قرانکريم تلاوت، ترجمې او عمل ته تر پخوا زياته توجه وشي او دغه پروسه په راتلونکو يوولسو مياشتو کې هم عملي. اوس خو الحمدلله د افغانستان په ګڼو سيمو او هجرت په ديار کې د قرانکريم ترجمې ځای پر ځای په روژه کې پيل شوي او مسلمانان بايد له دې زرين چانسه په ګټه اخيستو ځانونه د قراني حلقو درسونو ته ورسوي، هم به يې ثواب کيږي او هم به يې د قران پوهه کې زياتوالی راځي.
د خپل پيغمبر عليه السلام پر احاديثو او سنتو ځان پوهول او هغه په خپل ژوند کې عملي کولو لپاره بايد جدي هڅې وشی.
مسلمانان بايد د قران او سنت په رڼا کې داسې اخلاق غوره کړي، چې د بې لارې او بې دينه خلکو لپاره د اسلام قبلولو ځانګړې نمونه شي او په خپله د مسلمان لپاره هم د دنيا او اخرت د بريا ضامن شي.
د روژې په برکت بايد په عملي ژوند کې د صبر، همکارۍ، زغم او دوستۍ اړيکې نورې هم قوي کړو.
د روژې په برکت بايد خپل ټول کارونه، عملونه، فکر، کړه وړه، اړيکې دوستي او دښمني مو بايد يوازې او يوازې د الله تعالی د رضا لپاره وي او له روژې وروسته هم بايد دغه پروسه همداسې دوام وکړي.
اصل خبره دا ده، چې الله تعالی الهي احکام د دې لپاره رالېږلي، چې مسلمان بايد په ټولنه د خير او برکت لپاره کار وکړي، بل ته له ضرر رسولو ځان وژغوري د ټولنې د بريا او کاميابۍ لپاره ځان وقف کړي. کنه په خپله الله تعالی ته د ټولو مخلوقاتو ټول نېک کارونه هېڅ زره ګټه هم نه رسوي او نه د ټولو مخلوقاتو سرکشي د الله تعالی قدرت ته يوه زره زيان اړولی شي.
د سالم انسان او بشريت جوړېدو تر ټولو ښه مدرسه بيا د روژې مياشت ده. مسلمان بايد د فرد، کورنۍ او ټولنې په توګه په دغه مياشت کې ځانونه تيار کړي او پاتې ژوند د همدې لارښوونو له مخې عيار کړي.
که مسلمانان خپل ژوند د الله تعالی کتاب او د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم د سنتو مطابق جوړ کړي، نو واک او ځواک به هم الله تعالی ورکوي.
الله تعالی په سورة النور ۵۵ ايت کې فرمايي:« وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا» ترجمه: الله تعالی ستاسې څخه هغو ايمان راوړونکو او نېکانو سره وعده کړې، چې د ځمکې خلافت او واک به ورکوي، لکه څرنګه يې له دوی وړاندې کسانو ته د ځمکې واک ورکړی و او الله تعالی به دوی ته هغه دين ورکړي، چې دوی ته يې خوښ کړی دی او د دوی وېرې ژوند به الله تعالی په امنيت او سوکالۍ وربدل کړي. دوی به د الله تعالی عبادت کوي او هېڅ شی به الله تعالی سره شريک نه بولي.
که مسلمانان وغواړي، چې الهي احکام په نړۍ کې حاکم شي، نو اول بايد پر خپل ځان، کورنۍ او ټولنې اسلامي احکام عملي کړي، نو بيا الله تعالی د خپلې وعدې سره سم مسلمانانو ته د واکمنۍ چانس ورکوي او د دې لپاره تر ټولو زرين چانس د روژې مبارکه مياشت ده.