fbpx

د اندلس ناجي او د لازقه د ډګر قهرمان امیر یوسف بن تاشفین (دریمه برخه )

لیکوال : شریف عبدالعزیز
ژباړن : شفیق احمد ریان

 

له شمالي افریقا څخه د اندلس په لور :

هغه مهال چي سلطان یوسف د شمالي افریقا د وضعیت په برابرولو بوخت وو ، کوښښ يي کاوو چي د بربر قبیله د اسلام لور ته را واړوي د اندلس اسلامي حکومت له خطرناکي او سرنوشت ټاکونکي مرحلي څخه تیریدلو . هغه مصیبت چي تر سلطان یوسف وړاندي شمالي افریقا ورسره لاس او ګریوان وو یعني اختلافونه او ملک الطوافي اوس اندلس له داسي حالاتو سره مخ وو، مګر نسبت افریقا ته دا مصیبت نور هم خطرناک او لوی وو .

دي تاریخي مرحله کي چي په تاریخ کي د ملک الطوافي زمانه بلل کيږي د اندلس اسلامي حکومت په څو کوچنیو او کمزورو دولتونو بدل شوی وو ، ددي حکومتونو په راس کي هغو کورنیو حکومت کاوو چي زامنو به یي حکومت او ریاست له خپلو پلرونو څخه په میراث کي اخیست .

د ملک الطوافي په زمانه کي د اندلس  کوچنیو دولتونو د اسلام په احکامو عمل پریښي وو ، امیران په دنیوي لذتونو او شهوتونو کي غرق وو ، ځیني وخت به په اندلس کي د  وړو، وړو حکومتونو تر منځ اختلاف دي حد ته رسیدلو چي د یوه او بل په خاوره به يي لښکرونه ور وستل ، ددي اختلافونو خطرنک اړخ له عیسویانو څخه د یو بل په مقابل کي مرستي غوښتل او د دوی د طمعي سترګي اندلس ته را راړول وو ، اروپايي عیسویان چي له پیړیو دداسي فرصت په انتظار کي وو چي اندلس باندي خپل ولکه خښه کړي دا يي مناسب وخت وباله .

وخت همداسي تیریدلو ، د عیسویانو جرات ورځ په ورځ زیاتیدلو ، د اندلس د تش په نوم مسلمانو حکمرانانو کمزوري دي حد ته رسیدلي وه چي د عیسویانو پاچا(شپږم الفانسو ) ته يي جزیه ورکوله .

دي صلیبي او او کینه لرونکي بادشاه د له اندلس څخه د مسلمانانو د شړلو لپاره لویه نقشه په کار اچولي وه ، د  جنګونو په دي سلسله کي چي د حرب الاسترداد په نوم مشهور دي د همدي لپاره لاس په کار وو .

عیسايي بادشاه الفونسو په ۴۷۹ هـ کال کي اندلس په پلازمینه طلیطله باندي ولکه وکړه، په دي اقدام سره يي د اندلس د نیولو د نقشي د پياده کولو لپاره خپل لومړی ګام واخست .

دي بحراني حالاتو کي د اندلس د مسلمانانو سترګي د سلطان یوسف بن تاشفین په لور ي وي او له هغه څخه يي د کومک انتظار درلود .

سلطان یوسف ته چي د اسلامي اندلس د ناوړه حالاتو او د عیسایانو د پرمختګلونو خبرونه رسیدل نوموړی يي سخت پریشانه او نا ارامه کړی وو ، سلطان یوسف د مرابطین ټول فقهاء او مشران را وغوښتل او له هغوی سره يي مشوره وکړه مشرانو او مشایخو په یوه اتفاق سره دا نظر درلود چي د اندلس د مسلمانانو مرسته کول واجب دي .

سلطان یوسف خپل استازي د هیواد مختلفو برخو ته ولیږل او خلګ يي د خپلو مسلمانو وروڼو مرستي ته راوبلل .

د ۴۷۹ هـ په سر کي سلطان له خپلو فوځيان سره د بحر له لاري د اندلس په لور حرکت وکړ ،  کله چي کښتي په بحر کي رواني شوي سخت طوفان پیل شو ، د باد د سرعت په تیزیدلو او د څپو په لوړیدلو سره د مجاهدینو کیښتي سرګردانه شوي ، سلطان یوسف د څپو په لیدلو سره کښتي کي د خپلو مجاهدینو منځ ته راغلئ لاسونه يي اسمان ته پورته کړل او داسي دعا يي وکړه ( یا الهي! که زموږ دا سفر د مسلمانانو د کومک او د هغوی د ګټي لپاره وي مونږ ته  له دي دریاب څخه تیریدل اسانه کړي ، که له دي پرته بل څه وي له دریابه تیریدل راته سخت او مشکل کړي !) سلطان لا دعا نه وه ختمه کړي چي د بحر څپي ارامي او طوفان ختم شو، د مجاهدینو کښتۍ په ډاډ سره له بحره تیري شوي .

په دي ډول مؤمن او مجاهد سلطان د الله ج دربار ته لاسونه وغځول او الله يي هم دعا قبوله کړه .

د دریمي برخي پای 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د