واشنګټن پوسټ: په جرمني کې د اسلام دښمني مخ پر زياتېدو ده

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، غبرګولي ۱۹مه ۱۳۹۵ل): واشنګټن پوسټ امريکايي ورځپاڼې ليکلي، چې جرمني کې د سخت دريځو له لوري د اسلام او مسلمانانو پر ضد تاوتريخوالی او دښمني مخ پر زياتېدو ده او د ټولې اروپا په پرتله جرمني کې له مسلمانانو سره ډېر توکميز چلند کيږي.

واشنګټن پوسټ په خپله تازه څېړنه کې ليکلي، چې د جرمني په ګاونډيو هېوادونو کې ترهګريز بريدونه او له منځني ختيځ څخه پرېمانه کډوالو المان ته تللو سره جرمنی له نوو ستونزو سره مخ دی.

ورځپاڼه زياتوي، چې جرمني کې اسلام دښمنه ګوندونه د اسلام او مسلمانانو پر ضد مظاهرې او له تاوتريخوالي ډک چلند ورسره کوي او وايي، چې جرمني کې بايد د اسلام د خپرېدو مخنيوی وشي.

داعش او بريدونه

تېره پنجشنبه جرمني چارواکو درې سوريايي وګړي په دې تور ونيول، چې غوښتل يې سلدروف ښار کې د داعش په امر د تاريخي څېړنو پر يو مرکز بريد وکړي. د امنيتي چارواکو له لوري د دغو کسانو نيولو سره د اسلام ضد کړيو لپاره بل دليل پيدا شو او وايي، چې اروپا کې د مسلمانانو شتون دغو هېوادونو لپاره امنيتي او اقتصادي ګواښونه راولاړوي.

د واشنګټن پوسټ په وينا دغه اسلام دښمنه کړۍ، چې د پارلمان ګڼ وکيلان يې ملاتړ کوي، دا غوښتنې لري، چې د جرمني په بازارونو، ښوونځيو او پوهنتونونو کې بايد د ښځو په حجاب بنديز ولګول شي او د دغه ګوند مشر سټيفن مولر دا هم ويلي، چې د جرمني په ختيځ کې ارفورټ کې بايد د نوو جوماتونو جوړولو مخنيوی وشي او ګواښ يې کړی، چې په دې اړه به دوی هېڅ ګزاره ونه کړي.

ورځپاڼې ليکلي، چې د جرمن مېشتو مسلمانانو مشران او پرمختللي فکر لرونکي ډلو مشران وايي، چې د اسلام ضد کړيو مخنيوی بايد وشي او زياته کړې يې ده، چې تر اوسه لږ تر لږه دوو پوهنتونونو کې د مسلمانانو پر لمونځونو او جوماتونو بنديز لګول شوی او بهانه يې دا ده، چې پوهنتون بايد په سيکولر فکر ولاړ وي او دلته بايد هر ډول مذهبي فعاليتونه بند وي.

په جرمني کې د مسلمانانو د يووالي ټولنې مشر ايمن مزايک وايي، چې د اسلام ضد کړيو له لوري وروستۍ څرګندونې دوی ته د هتلر د واکمنۍ وخت ور يادوي.

تېره مياشت د مسلمانانو مشرانو او اسلام ضد ډلو جرمني کې د يوې رسمي غونډې پر مهال ژمنه کړې وه، چې د يو بل پر ضد به څرګندونې او پروپاګند نه کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د