افغانستان

مظاهره چیان: په بخښنو او تحقیقاتو نه غولیږو

وروسته له دې چې د بګرام په نظامي هوايي هډه کې د امریکايي سرتیرو لخوا د قرآن کریم نسخې وسوځول شوې د هیواد په ګوټ ګوټ کې ددې عمل پرضد شدیدې مظاهرې جریان لري.

که څه هم په افغانستان کې د ناټو قومندان جنرال الن او د امریکا ولسمشر بارک اوباما د افغانانو څخه د بخښنې غوښتنه وکړه خو مظاهره چیان وايي چې دا موضوع په بخښنې نه حل کیږي او باید مجرم سرتیری دوی ته وروسپاري.

د عبدالتواب په نامه یو تن چې د کونړ په اسعد آباد کې پخپله هم د مظاهرې برخه وال وه، نن ټکی آسیا ته وویل: “دا لومړی ځل نه دی چې زمونږ مقدس کتاب ته سپکاوی کیږي او زمونږ د پیغمبر توهین کیږي خو په هر ځل کفارو زمونږ د غولولو لپاره نمایشي بخښنه غوښتي خو په عمل کې يې خپلو جنایاتو ته هماغسې دوام ورکړی، مونږ نور نه د اوباما په بخښنه غولیږو او نه د جنرال الن”.

ولسمشر کرزي هم په خپل وار یوه څو کسیزه ډلګۍ ګومارلې ترڅو په دې برخه کې تحقیقات وکړي.

خو یو بل تن مظاهره کوونکي چې خپل نوم (محمدانور) راپیژاند، نن ټکی آسیا ته په خپلو څرګندونو کې په ولسمشر کرزي سختې نیوکې وکړې: “کرزی زمونږ په ووټونو رئیس جمهور شو نو زمونږ د کتاب باید احترام وکړي او زمونږ د پیغمبر باید درناوي وکړي او زمونږ د ماشومانو انتقام باید واخلي”.

دی وړاندې زیاتوي: “مونږ نور د تحقیقاتو په اوامرو نه غولیږو، کرزی دې نور خپل ځان نه شرموي، مونږ ددې لپاره ووټ نه دی ورکړی چې قرآن ته اور ورته کیږي او زمونږ په جسدونو متیازې کیږي او زمونږ ماشومان شهیدانیږي او کرزی دې د تحقیقاتو امرونه صادروي”.

تیره میاشت د امریکايي عسکرو لخوا د افغانانو په مړو باندې د متیازو ویډیو خپره شوه چې ولسمشر کرزي سمدستي د تحقیقاتو امر صادر او پیښه وغندله. همدا راز د بریتانوي ځواکونو لخوا هم د څو تنو افغان ماشومانو څخه د جنسي استفادې ویډیو نشر شوه چې ولسمشر کرزي بیا تحقیقاتي پلاوی وګوماره او پیښه یې تقبیح کړه. همدارنګه په کاپیسا ولایت کې هم د خارجي ځواکونو د بمبار په نتیجه کې (۸) تنه ماشومان په شهادت ورسیدل، د افغانستان د جمهوري ریاست څخه په خپره شوې اعلامیه کې پیښه وغندل شوه او یو پلاوي ته یې دنده وسپارله ترڅو تحقیقات وکړي.

تر اوسه پورې د هیڅ کومې پیښې د تحقیقاتو نتایج نه دي معلوم شوي.

دا ځل هم چې امریکايي عسکرو په بګرام کې د قرآن کریم نسخو ته اور ورته کړ جمهور رئیس حامد کرزي پیښه شدیدا تقبیح کړه او د څیړنو او تحقیقاتو په مقصد یې یو څلور کسیز هیئت په دندې وګومارلو.

که څه هم ددې هیئت تحقیقات لا نه دي بشپړ شوي خو وايي چې امریکايي عسکر به محاکمه کیږي.

د بګرام په نظامي هوايي ډګر کې د قرآن کریم د سوزولو دغه پیښه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې افغان دولت ته د همدې ډګر د مسئولیت سپارلو پر سر بحثونه جریان لري.

د ننګرهار پوهنتون د حقوقو پوهنځي یو تن محصل چې د روانو مظاهرو ګډونوال دی او د نوم اخیستلو څخه یې ډډه کوله نن ټکی آسیا ته په خپلو خبرو کې وویل: “دغه پیښې د افغان دولت سره په هماهنګۍ صورت نیسي، دولت بې له دې چې دیني مقدساتو ته درناوی په پام کې ونیسي دداسې پیښو څخه سیاسي ګټې پورته کوي”.

نن د کرزي له دفتر نه په یوې خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ددې واقعې نه وروسته به خلکو هغه ضرورت ښه په ډاګه شوی وي چې باید افغان دولت ته د بګرام مسئولیت ورکړل شي ترڅو په آینده کې د ورته پیښو مخنیوی وشي.

خو په اعلامیه کې نه دي ویل شوي چې آیا امریکايي پوځیان تنها په بګرام کې دیني مقدساتو ته سپکاوی کوي چې دولت ته په مسئولیت ورسپارلو به دغه مشکل حل شي، او که د هیواد په نورو مناطقو کې هم د داسې پیښو د مخنیوي لپاره دولت کومه برنامه په پام کې لري؟!

د تیرو څو ورځو راهیسې د یادې پيښې په غندنه کې د هیواد په ګوټ ګوټ کې مظاهرې دوام لري، مظاهره چیان چې شمیر یې زرګونو ته رسیږي ډیر قهریدلي دي او د (مرګ په امریکا، مرګ په کرزي، زنده باد ملا عمر) او دې ته ورته نور شعارونه ورکوي.

یو شمیر کتونکي په دې اند دي چې په دې وروستیو کې د امریکايي پوځیانو لخوا ناوړه اعمالو لکه د قرآن کریم سوځول، په ماشومانو جنسي تیری کول، په د مړو په جسدونو متیازې کول، په ماشومانو بمبار کول، او داسې نورو پیښو ځکه زور اخیستی چې امریکا په افغانستان کې ماته شوې او اوس په دې توګه غواړي خلکو ته وښيي چې دوی لا هم هماغسې په زور او دبدبه کې دي.

د خارجي او دولتي عسکرو په ډزو کې ګڼ شمیر مظاهره چیان ژوبل شوي هم دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x