
د ملي امنيت او دفاع وزارت نوماندان ولسي جرګې وروپېژندل شول
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، غبرګولي ۱۹مه ۱۳۹۵ل): د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش د ملي امنيت رياست او دفاع وزارت لپاره نوي نوماندان ولسي جرګې ته معرفي کړل.
ښاغلي دانش نن له غرمې مخکې ولسي جرګې د خپلې وينا پر مهال پر طالبانو غږ وکړ، چې د روژې مبارکې مياشتې د درناوي په موخه بايد له جګړو او چاودنو لاس واخلي.
د ولسمشر دويم مرستيال د دفاع وزارت لپاره جنرال عبدالله خان حبيبي او د ملي امنيت رياست لپاره محمد معصوم ستانکزی ولسي جرګې ته ورمعرفي کړل.
ښاغلي دانش د دواړو نوماندانو په اړه ولسي جرګې ته وويل، چې په دفاعي او امنيتي چارو کافي تجربه لري او کولای شي، چې د خپلو دندو پر مهال د هېواد امنيت او دفاع لپاره پاموړ کارونه پر مخ بوځي.
معصوم ستانکزی د امنيتي ارګان غړی و او له دې وړاندې يې د ملي دفاع وزارت د سرپرست په توګه کار کړی دی.
جنرال عبدالله خان له تېرو څو کالو راهيسې دفاع وزرات کې په ګڼو لوړپوړو څوکيو دندې ترسره کړي دي.